د مطیع الله تراب جنازه په ننګرهار کې وشوه

.

د عکس سرچینه، FB

د پښتو ژبې یوه مشهور ولسي شاعر مطیع الله تراب د زړه درېدو له امله د دوشنبې پر ورځ د خوست په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس پر اېکس لیکلي، مطیع الله تراب نن (سې شنبه) په ننګرهار ولایت کې خاورو ته وسپارل شو. د تراب مړی له خوسته کابل او له کابله ننګرهار ته په پوځي چورلکه کې ولېږدول شو. د هغه جنازې ته زرګونه کسان د جلال اباد ښار په یوه لوبغالي کې ټول شوي وو.

ګڼو پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مينه والو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

افغان سياستوال او د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، "د ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب په مړينه د هېواد د ادب يو ځلاند ستوری راولوېد. دا ځای به تر ابده تش وي."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خواله رسنیو د هغه پر مړینه خواشیني ښودلې هغه لیکلي "ارواښاد مطیع الله تراب د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانوه او د وطندوستۍ او یووالي پیام یې همیش په خپلو اشعارو تر خلکو رساوه."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس لیکلي، چې د "د ولسي شاعر مطیع الله تراب صاحب وفات سخت متأثره کړو. له الله تعالی څخه نوموړي ته جنة الفردوس، کورنۍ او خپلوانو ته جمیل صبر غواړو."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي "د ملي وحدت‌ ارمانجن تُراب په خپل ژوند کې ملي وحدت و نه‌ لیده، او د لر او بر د وطن اوسنیو حالاتو له امله د تُراب د مرګ وصیت، چې د یو نظم په بڼه یې ویلی و، پوره کېدل هم مشکل ښکاري."

پښتون سندرغاړي کرن خان هم د نوموړي مينه والو او کورنۍ ته خواخوږي وړاندې کړې او وايي، "انداز يې بېخي ځانګړی و، د نظم د ويلو يې خپل انداز و."

مطيع الله تراب د افغانستان په نارنج ګل مشاعره کې د انتقادي شعرونو له امله مشهور شو او پر خواله رسنیو او د افغانستان په کورنیو تلویزونونو کې به یې پراخ ډول شعرونه خپرېدل. هغه ډېر کله افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور نیوکې هم کولې.

مطيع الله تراب

د عکس سرچینه، RTA

مطیع الله تراب د نظم ویلو ځانګړی سبک درلود.

په تېره مارچ میاشت کې جلال اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال، تراب پر دریځ داسې شعرونه واورول چې جنجالونه یې وپارول. هغه د نجونو د ښونځیو پرانیستو غوښتنه کوله او د طالبانو له مشر مولوي هبت الله اخندزاده یې غوښتي و که غواړي ښه واکمني وچلوي د اوسني مېشت ځای "کندهار" پر ځای دې "کابل ته لاړ شی".

د هغه له دې شعر وروسته، ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کولتور ولایتي مشر ساجد خوګیاڼی له دندې ګوښه شو. بي بي سي ته ویل شوي وو، د هغه د ګوښه کېدو امر د طالبانو مشرتابه کړی و.

ښاغلي تراب په دې تړاو هغه مهال بي بي سي ته ویلي،"دغه مې وجیبه ده مخکې مې هم کړې ده اوس یې هم کوم او له دې وروسته که پاتې وم هم یې وایم. که حالات لږ ترخه و هم نقد کوم او که حالات لږ نرم و، بیا هم نقد کوم.

له دې وروسته داسې رپوټونه وو چې د طالبانو حکومت پر مشاعرو بندیز لګولی خو وروسته په کندهار کې د انار ګل مشاعرې پر مهال د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي وویل، د مشاعرو د ښه تنظیم لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې ده.

که څه هم د افغانستان ډېرو ته مشاعرو ته مطیع الله تراب بلل کېده خو د کندهار انار ګل سږنۍ مشاعره کې ونه لیدل شو.

مطیع الله تراب د یو شمېر لیکوالو له لوري له دې امله وستایل شو چې د ټولنیزو ناخوالو انځورولو په برخه کې چوپ پاتې نه شو.

مطیع الله تراب څوک و؟

مطیع الله تراب د ۱۹۷۱ کال په مارچ کې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د هغه ژوند ډېره برخه په سویل ختیځ ولایت خوست کې له خپله کورنۍ سره تېره شوه. هغه په خوست کې د موټر رغولو کار ځای درلوده او له دغه اړخه یې د خپلې کورنۍ لپاره ګټه وټه کوله.

د هغه څارونکي وايي، مطیع الله تراب له تېرو څو کلونو راهیسې د پښتون ملت پالنې، او افغان ملي فکر شاعري کوله.

هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې په لویو دولتي مشاعرو کې د نقاد شاعر په توګه غږېده او له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو واکمنۍ کې هم په مهمو مناسبتي ناستو کې لیدل کېده.