د چین BYD به د نړۍ غوره برېښنايي ګاډو پلورونکي په توګه له ټسلا مخکې شي

د عکس سرچینه، Getty image
د چین د برېښنايي موټرو شرکت BYD به د نړۍ د برېښنايي ګاډو (EVs) تر ټولو لوی پلورونکی شي او د اېلان مسک شرکت ټسلا شاته پرېږدي. دا به لومړی ځل وي چې BYD د کلني پلور له پلوه خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکوي.
BYD د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تېر کال یې د بېټرۍ پر برېښنا چلېدونکو موټرو پلور نژدې ۲۸ سلنه زیات شوی او شمېر یې له دوه اعشاریه ۲۵ میلیونه موټرو اوښتی دی.
ټسلا چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د ټول پلور شمېرې د جمعې په ورځ اعلان کړي، تېره اونۍ د شنونکو اټکلونه خپاره کړل چې له مخې یې دغه شرکت په ټول کال کې شاوخوا یو اعشاریه ۶۵ میلیونه موټرونه پلورلي دي.
امریکايي شرکت په تېر کال کې له ستونزمن حالت سره مخ و؛ ځکه د نویو موډلونو هرکلی یې ښه نه و، د اېلان مسک د سیاسي فعالیتونو په اړه اندېښنې وې او د چینايي سیالانو سیالي لا پسې سخته شوې وه.
چینايي شرکتونه لکه جیلي، MG او BYD چې اوس د چین تر ټولو لوی برقي موټرونو جوړوونکي دي، پر لوېدیځو شرکتونو ځکه فشار زیات کړی چې خپل ګاډي د مشهورو برانډونو پرتله په ټیټه بیه پلوري.
په اکټوبر میاشت کې، ټسلا د پلور د زیاتولو لپاره په امریکا کې د خپلو دوو تر ټولو ډېر پلورل کېدونکو موډلونو ارزانه بڼې بازار ته وړاندې کړې.
اېلان مسک چې لا له وړاندې د نړۍ تر ټولو شتمن کس بلل کېږي، مجبور دی، په راتلونکې لسیزه کې د ټسلا پلور او د ونډو بازار ارزښت د لا ډېرو پیسو ګټلو په موخه په څرګند ډول لوړ کړي.
دغه هوکړه چې په نومبر میاشت کې د ونډهوالو له لوري تایید شوه، ښايي هغه ته تر یو ټریلیون ډالرو (۷۴۰ میلیارده پونډه) پورې عاید ورکړي.
د دې تړون له مخې، مسک باید په راتلونکو لسو کلونو کې یو میلیون انسانشکله روبوټونه هم وپلوري. ټسلا پر خپل د "اپټېمس" روبوټ او پرته له ډرېوره چلېدونکو ګاډو پراخې پانګونې کړې دي.
د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ټسلا پلور هغه وخت کم شو چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حکومت کې د مسک د رول پر ضد غبرګونونه راپورته شول.

د عکس سرچینه، Reuters
پر ټسلا سربېره، د دې میلیاردر نور کاروبارونه د ټولنیزو رسنیو پلاټفورم X، د راکټونو شرکت SpaceX او بورنګ کمپني هم دي چې د تونلونو کیندلو کار کوي.
همدې بوختیاوو او د ټرمپ د حکومت د "دولتي اغېزمنتیا ادارې" (DOGE) مشري، ځینو پانګهوالو ته دا اندېښنه پیدا کړه چې مسک پر ټسلا کافي تمرکز نه کوي.
وروسته له دې، مسک ژمنه وکړه چې په امریکايي حکومت کې به خپله ونډه د پام وړ کمه کړي.
سره له دې چې BYD په وروستیو کلونو کې چټکه وده کړې، خو په ۲۰۲۵ کال کې د دې شرکت د پلور د زیاتوالي کچه ورو شوه او د تېرو پنځو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده. دا تر ډېره د چین په بازار کې د سختې سیالۍ له امله ده چې د BYD تر ټولو مهم بازار بلل کېږي.
خو BYD لا هم د برېښنایي موټرو په نړیوال بازار کې یو پیاوړی ځای لري، ځکه د دې موټرو بیې ډېری وخت د سیالو شرکتونو له بیو ټیټې وي.
د شېنژن مېشت دغه شرکت چټکه پراختیا کړې، په ځانګړي ډول په لاتینې امریکا، سوېل ختیځې اسیا او د اروپا په ځینو برخو کې او دا هر څه داسې وخت ترسره شوي چې ګڼو هېوادونو پر چینايي برښنایي موټرو لوړې تعرفې لګولې دي.
BYD د اکټوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې په بهرنۍ نړۍ کې یې بریتانیا تر ټولو لوی بازار دی.
شرکت وویل، د سپټمبر تر پایه په یوه کال کې یې په بریتانیا کې پلور ۸۸۰ سلنه لوړ شوی چې لامل یې د دې د Seal U په نوم د سپورټ یوټیلیټي موټر (SUV) د پلګ اېن هایبرېډ ښه بازار او مینوال دي.











