د ۷۸ کلن امریکایي میلیاردر 'توماس لي' مړی موندل شوی

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا کې د یوه ۷۸ کلن میلیاردر "توماس اېچ لي" مړی موندل شوی او رپوټونو کې راغلي چې ځان یې وژلی دی.

د هغه کورنۍ د نوموړي مړینه تایید کړې او یوه اعلامیه کې یې ویلي چې له دې کبله خورا خواشیني دي.‌

نیویارک پوسټ ورځپاڼې یوه رپوټ کې لیکلي چې هغه منهاټن سیمه کې په خپل دفتر کې ځان ویشتلی دی.‌

د نیویارک پولیسو هم بي بي سي ته منلې چې پنجشنبه یې د یوه ۷۸ کلن سړي مړی موندلی.

پولیسو دا نه ده تایید کړې چې دغه سړي دې پر ځان ډز کړی وي.

دوی ویلي د هغه د مړینې لامل به څېړونکې مشخص او اعلان کړي.

د فوربز مجلې د رپوټ له مخې ښاغلي لي د مړینې پر مهال د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت شتمني درلوده.

د پولیسو اعلامیه کې راغلي چې دوی په ځايي وخت د پنجشنبې سهار ۱۱ بجې له یوه دفتره د زنګ له ترلاسه کولو وروسته هلته ورغلل.‌

اعلامیه کاږي چې "د بېړنیو روغتیایي خدماتو" رسوونکي‌ هم د پېښې ځای ته ورغلي‌ او همالته یې د دغه سړي مړینه تایید او اعلان کړه.

د ښاغل‍ي لي د کورنۍ ملګري او ویاند میشل سیټریک یوه اعلامیه کې ویلي، نړۍ هغه د خصوصي ونډو کاروبار د یوه مخکښ او بریالي سوداګر په توګه پېژانده،‌ خو "موږ یې د یوه فداکاره مېړه، پلار،‌ نیکه،‌ عزیز، ملګري‌ او بشر پال په توګه پېژنو چې تل یې د دوی اړتیاو پر خپلو هغو لومړیتوب ورکاوه."

د 'توماس اېچ لي' نوم په ۱۹۹۲ کال د څښاکتوکو د پېژندل شوې کمپنۍ "سناپل" د پېرلو او دوه کاله وروسته یې په ۳۲ برابره لوړه بیه یعنې ۱ اعشاریه ۷ میلیارد ډالرو پر 'کوېکر اوتس' کمپنۍ د پلورلو له کبله د ژبو په سر و.

ښاغلي لي په بشر دوستۍ مشهور و او نیویارک کې د لېنکلن مرکز د نمایشي هنرونو او همدا راز د معاصرو هنرونو موزیم په څېر د هنري سازمانونو متولي هم پاتې شوی دی.‌

هغه په ۱۹۹۶ کال هارورډ‌ پوهنتون د ۲۲ میلیون ډالرو بسپنه ورکړه چې د دغو پیسو یوه برخه د محصلانو په مالي مرسته ولګول شوې.

نوموړي هغه مهال ویلي وو "زه نېکمرغه یم چې پیسې مې ګټلې. اوس پر دې ډېر زیات خوښ یم چې یوه برخه یې بېرته ورکوم."

له توماس اېچ لي د هغه ښځه او پنځه ماشومان پاتې شول.