ایراني استازی د "کاري ځواک تبادلې" په اړه د خبرو لپاره کابل ته تللی

د ویډیو تشریح، ایراني استازی د "کاري ځواک تبادلې" په اړه د خبرو لپاره کابل ته تللی

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت او په کابل کې د ایران سفارت ویلي، یوه ایراني پلاوي د "کاري ځواک تبادلې" د موضوعاتو د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.

د ایران د کار او ټولنیزې هوساینې او همکارۍ وزارت مرستیال سید مالک حسیني له خپل پلاوي سره د یکشنبې په سهار (۱۴ مرغومی) کابل ته ورسېد. د هغه سره په دې سفر کې د ایران د کار د برخې څو لوړپوړي چارواکي هم ورسره دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه استازی به له وزیر عبدالمنان عمري سره په لیدنه کې د "دوه اړخیزو کاري اړیکو، د کاري ځواک تبادلې، د فني او حرفوي روزنې د پراختیا او په ایران کې مېشتو افغان کارګرانو د حقونو د خوندي کولو په اړه خبرې وکړي."

په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، د ایران د وزارت مرستیال او پلاوي سفر "هدف د دواړو هېوادونو د کار وزارتونو تر منځ د همکارۍ" په اړه خبرې کول دي.

تقریباً یوه نیمه میاشت وړاندې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي د طالبانو د کار وزیر سره په لیدنه کې د دې استازي د سفر خبر ورکړی و.

وروسته له هغه چې میلیونه افغانان له ایرانه وشړل شول، د ایران چارواکو د افغان کارګرانو لپاره د ۲۰۰ زره کاري وېزو د ورکولو خبر ورکړ، خو تراوسه روښانه نه ده چې څومره وېزې افغانانو ته ورکړل شوې دي.

همغه وخت د طالبانو د کار وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي بي‌بي‌سي ته ویلي وو، د ایران سفیر په لیدنه کې ویلي، تر هغه مهاله افغان کارګرانو ته تر ۸۰۰۰ زیات کاري وېزې ورکړل شوې دي.

د ایران او طالبانو د حکومت د چارواکو په خبره، یوازې هغه افغان کارګران کولی شي له دې وېزو ګټه واخلي چې مخکې یې په ایران کې کار کاوه او له دې هېواده تازه شړل شوي وي. همدارنګه، د ایرانیو کارګمارونکو مسولیت دی چې د خپلو پخوانیو کارګرانو لپاره له ایران حکومت د وېزو غوښتنه وکړي.

.

د عکس سرچینه، TMOLSA

د عکس تشریح، د ایران د کار وزارت مرستیال په کابل کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.

سید مالک حسیني، د ایران د کار او ټولنیزو هوساینې وزارت مرستیال مخکې ویلي وو چې د افغان کارګرانو لپاره د کاري وېزو پروسه د ۱۴۰۴ کال د میزان له پیله روانه ده. ایراني کارګمارونکي کولی شي خپلې غوښتنې د بهرنیو اتباعو د کار د سیسټم له لارې ثبت کړي.

هغه ویلي، په لومړي کال کې به نهه میاشتې کاري ویزه ورکړل شي چې تمدید یې د کارګر فعالیت او د کار بازار اړتیاوو سره تړاو لري.

حسینی زیاته کړې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت سره لومړنۍ موافقه اجازه ورکوي چې په لومړي کال کې تر ۲۰۰ زره کاري ویزو پورې صادرې شي.

د دې طرحې اصلي هدف د بهرنیو کارګرو وضعیت روښانه کول او د غیرقانوني کاري کډوالۍ مخنیوی دی. هغه ټینګار کړی چې بهرنی کارګر یوازې هغه وخت په کار ګمارل کیدی شي چې ایرانی کارګر موجود نه وي.

خو اوس د ایران د ویزو پروسه له ګڼو ستونزو سره مخ ده. له همدې امله، په وروستیو میاشتو کې ګڼ افغان کارګرو هڅه کړې چې د غیرقانوني لارو ایران ته ورشي او ځینو ته همدا تګ د ژوند په بیه تمام شوی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د طالبانو حکومت خبر ورکړ چې لږ تر لږه ۱۱ افغانان د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي. دا ۱۲ کسیزه ډله د کار موندلو په هڅه کې په "ناقانونه" بڼه د فراه ولایت له سرحد ایران ته تللې وه چې یوازې "یو تن یې ژوندی افغانستان ته راستون شو."

شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم د هرات د طالبانو مقاماتو خبر ورکړ چې څلور افغانان د افغانستان او ایران په سرحد کې د یخنۍ له امله مړه شوي، هغوی هم هڅه کوله چې ایران ته واوړي.

په همدې حال کې، د نړیوال بانک په وینا په افغانستان کې د بیکاري کچه له ۱۳سلنه زیاته شوې ده چې نږدې یو پر څلورمه برخه یې د ۱۵–۲۹ کلنو ځوانانو ده.

ډېر کارګران د ټیټې کچې عواید لري او ګڼ شمېر کورنۍ د بهرنیو مرستندویه ادارو یا خپلوانو په مرسته ژوند تېروي.

.

د عکس سرچینه، ARNA

ملګرو ملتونو د افغانستان وضعیت د نړۍ له ناوړه بشري کړکېچونو بللی دی.

د دې سازمان اړوند ادارو ویلي، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان له دوه نیم میلیونو زیات افغانان بېرته راستانه شوي چې همدې د کوربه ټولنو، پر لومړنیو خدماتو او د خلکو پر عوایدو فشار زیات کړی دی.

راپورونه ښيي چې اوس شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په ایران کې او میلیونونه نور په پاکستان کې ژوند کوي. ډېری یې څو لسیزې په دې هېوادونو کې مېشت دي او ځینې د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته دغه هېوادونو ته تللي دي.

د افغانانو خپل هېواد ته د بېرته شړلو پروسه له کلونو روانه ده خو د ایران او اسرایلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ډېره ګړندۍ شوه.

په پاکستان کې هم د افغان کډوالو د شړلو چټکتیا د اسلام‌اباد او د طالبانو د حکومت تر منځ د ترینګلتیا زیاتېدو سره هممهاله چټکه شوې ده.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د بیرته ایستلو لړۍ د بندولو غوښتنه وکړه. دغه سازمان وویل، د افغانانو بېرته شړل په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د نقض لړۍ روانه ساتلې او افغانستان لا هم د سختو اقتصادي او چاپیریالي کړکېچونو سره مخ دی.

د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې نړیوال هېوادونه مجبور دي ترڅو نړیوالو قوانین په پام کې ونیسي، هغه دا چې د "د هر چا جبري بیرته ستنول هغه ځای ته چې هلته د بشري حقونو جدي خطر موجود وي" منع کوي.