مصنوعي زیرکتیا؛ اسپانیا کې د نجونو خپاره شويو بربنډو عکسونو خلک حیران کړي

د عکس سرچینه، GUY HEDGECOE/BBC
د اسپانیا په سویل کې د المندرالخو ښار کې د مصنوعي زیرکتیا پر مټ د یو شمېر نجونو بربنډ جوړ شوي عکسونو خلک حیران کړي دي.
دا عکسونه چې د دغو نجونو له اجازې پرته جوړ شوي پر خواله رسنۍ لاس په لاس کېږي.
دې نجونو خپل عکسونه چې جامي یې اغوستي او بدن یې پټ دی پر خواله رسنیو خپاره کړي و، خو ځینو کسانو د مصنوعي زیرکتیا پر مټ پکې لاس وهنه کړې، بربنډ یې جوړ کړي او خپاره کړي دي.
تر اوسه په المندرالخو ښار کې له ۲۰ زیاتې نجونې چې عمرونه یې له ۱۱ تر ۱۷ کلونو یاد شوي ورته کار قربانیانې پېژندل شوي.
د ۱۴ کلنې ماریا بلانکو رایو مور وايي:"یوه ورځ مې لور له ښوونځي راغله او راته ویې ویل چې، بربنډ عکسونه یې لاس په لاس کېږي. ما ترې وپوښتل چې آيا تا کومه ورځ خپل بربنډ عکسونه اخیستي؟ راته ویې ویل، نه مورې."
نوموړې خپلې مور ته زیاته کړې:" نن سبا د نجونو په عکسونو کې ډېر جعل کارۍ کېږي او زما څو نورو ټولګیوالو سره هم ورته کار شوی دی."
هغه وايي، د ۲۸ قرباني نجونو کورنیو په دغه ښار کې د ملاتړ یوه ډله جوړه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونه وايي، پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي او لږ تر لږه ۱۱ هلکان د پېښې په تړاو پېژندل شوي دي.
ویل کېږي چې یادو کسانو د عکسونو په جوړولو او د وټس اپ او ټلیګرام د دغو عکسونو په خپرولو کې لاس لرلی دی.
پولیس په دې هڅه کې دي چې مالومه کړي، آيا دې کسانو د جعلي عکسونو په بدل کې له دې نجونو څه غوښتي که نه.
آغلې بلانکو رایو وايي، خپرو شویو جعلي عکسونو پر قرباني نجونو ډول ډول اغېزې کړي، چې ځینې آن اوس له کوره بهر نه وځي.
له دې عکسونو ډېر يې شاوخوا دوه درې میاشتې مخکې جوړ شوي دي، خو وروستیو څو ورځو کې وروسته له هغې ډېره د پام وړ شوه چې د یوې قرباني نجلۍ مور ډاکترې میریام الادیب پر خواله رسنۍ یوه ویډيو خپره کړه.

خپره شوې ویډیو کې یې نجونو او د هغوی کورنیو ته ډاډ ورکړی و.
نوموړې د پېښې قرباني نجونو ته په خطاب کې ویلي:" کله چې تاسې د غلا په څېر د یوه جرم قرباني شئ نو نه پټېږئ او شکایت کوئ، ځکه چې تاسې ته زیان اوښتی. خو په حنسي جرمونو کې ډېر کله قرباني کس د شرم احساس کوي او پټېږي او د مسولیت احساس کوي. نو ځکه مې غوښتل چې دا پیغام خپور کړم او نجونو ته ډاډ ورکړم چې تاسې ملامته نه یاست."
دې پښې د یادې سیمې نور اوسیدونکي هم اندېښمن کړي.
د سیمې یوه اوسیدونکې حِما لورنزو چې یوه ۱۲ کلنه لور او ۱۶ کلن زوی لري وايي:" مونږ چې اولادونه لرو په دې اړه ډېر اندېښمن یوو. که زوی لرې هم اندېښمن به یې، ځکه له دې به وېره لري چې کومه ورځ ورته کار ترسره نه کړي او که لور لرې خو لا ډېر به ورته اندېښمن یې چې د داسې یوه ناوړه کار قرباني نه شي."
دا لومړی ځل نه دی چې اسپانیا کې داسې پېښه د خبرونو سرټکي ګرځېدلې، له دې وړاندې د روان کال لومړیو کې د مشهورې اسپانیایۍ سندرغاړې روسالیا بربنډ انځورونه خپاره شوي و چې په مصنوعي ځیرکتیا جوړ و.












