"انرژي تولیدوونکي اهرامونه".. یوټیوب چینلونه د مصنوعي ځیرکتیا په مټ ناسم ساینسي معلومات خپروي

د عکس سرچینه، EPA
د بي بي سي یوې څېړنیزې ډلې چې د لار ورکوونکو ساینسي معلوماتو په تعقیب کې تخصص لري وموندله چې د یوټیوب هغه چینلونه چې د ویډیوګانو تولید لپاره مصنوعي ځیرکتیا کاروي ممکن غلط ساینسي معلومات خپروي او دا معلومات ښايي ماشومانو ته د "تعلیمي منځپانګې" په توګه ښکاره شي.
د څیړنې ټیم په ۲۰ ژبو کې له ۵۰ څخه ډېر چینلونه پېژندلي چې د ساینسي منځپانګې (ریاضي، انجینرۍ، ساینس ټیکنالوژۍ) په څېر غلط معلومات خپروي.
په دې چینلونو کې جعلي علوم، دروغ معلومات او د سازش تیورۍ شاملې دي، لکه داسې خبر خپرول چې ګنې په مصر کې اهرامونه د برېښنا تولید لپاره ودانۍ وې او د انسان په لاس د اقلیم بدلون ردول او د بهرنیو کایناتو شتون تاییدول.
زموږ تحلیل ښیي چې یوټیوب د تصدیق شوې تعلیمي منځپانګې سربېره ماشومانو ته "خراب ساینس" ویډیوګانې وړاندیز کوي.
د نورو پیسو لپاره کلیک وکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
کایل هیل د ساینس ښوونکی دی چې یوټیوب کاروي او لوی شمېر ځوان لیدونکي لري. د هغه له دوو میاشتو راهیسې دغه ډول کلیپونه د کتلو د سپارښتنې په برخه کې تر سترګو شول. هغه وايي چې د هغه چینل تعقیبوونکو له ده سره د وړاندیز شوې منځپانګې په اړه اړیکه ونیوله چې قانوني برېښي، مګر له غلطو معلوماتو ډک وو. دوی داسې ښکاري چې په سایټونو کې ترویج شوې دقیقې منځپانګې او نظرونه غلا کړي او لاسوهنه پکې کوي.
ویډیوګانې په جالبو اعلانونو تمرکز کوي، د لیدونکو د راجلبولو لپاره له حساسو تبصرو، په زړه پورې سرلیکونو او ډراماتیک عکسونو ګټه اخلي.
هرڅومره چې د کتونکو شمېر زیاتېږي، هماغومره ورسره چینلونه پر پرده له اعلانونو خپرېدو ډېر عاید ترلاسه کوي. یوټیوب هم ګټه ترې اخلي، د ویډیو اعلاناتو د عاید شاوخوا ۴۵ سلنه ګټه ترلاسه کوي.
جوړوونکو د دوی ویډیوګانې د "تعلیمي منځپانګې" په توګه هم ټګ کړې، په دې معنا چې د ماشومانو لپاره یې هم سپارښتنه کېږي.
هیل وايي: "دا چې زه یو ساینسپوه یم، ما دا شخصي بللی او ښکاري چې دې چینلونو په لږ هڅه او هاند تر ممکنه بریده د خپلې منځپانګې د لیدنو د شمېر په زیاتېدو سم شی مشخص کړی".
د جعلي کلیپونو په اړه ځان ډاډمنول

د عکس سرچینه، Getty Images
موږ په لسګونو یوټیوب چینلونه وموندل چې دا ډول مواد د عربي، روسي، اسپانوي او تایلنډي ژبو په شمول په ګڼو ژبو کې تولیدوي. ډېری دا چینلونه له یو میلیون ډېر ګډونوال لري. د دوی ویډیوګانې ډېری وختونه میلیونونه کتنو (مشاهدو) ته رسېږي.
د چینل جوړوونکي هره ورځ د ډېری ویډیوګانې خپرولو سره په چټکۍ خپلې منځپانګې خپروي. دا چې دوی دا کار په چټکۍ کوي، د بي بي سي څېړونکې ډله شک لري چې دوی له تولیدي AI سافټویر ګټه اخلي.
د Chat GPT او MidJourney په څېر پروګرامونه شته چې د غوښتنې په وخت کې نوې منځپانګې رامنځته کولی شي. د بېلګې په توګه، یوه کاروونکي د "تاج پر سر تورې پیشو" د انځور غوښتنه وکړه، د دې پر ځای چې د انټرنېټ لټون کې دغه پیشو ومومي او ډېر وخت ضایع کړي.
د دې چک کولو لپاره، موږ له هر چینل څخه ویډیوګانې ثبت کړې او د AI د اکتشاف وسیلې او د متخصصانو له تحلیلونو مو کار واخیست چې د صحنو د جوړولو، بیان او متن رامنځ ته کولو کې له AI څخه د ګټې اخیستلو احتمال وارزوي.
زموږ تحلیل وښودله چې ډېری ویډیوګانې د متن او عکسونو رامنځته کولو او همدا شان د قانونيژ ساینس وېډیوګانو د موادو د استخراج او پروسس لپاره AI کاروي.
پایله د هغې منځپانګې راڅرګندېدل شول چې واقعي ښکاري، خو ډېری وخت غلط وي.








