تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال 'ټام فلیچر' سره ځانګړې مرکه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اندېښنه څرګندوي چې د نړیوالو مرستو کمېدل به په افغانستان کې اړمن خلک له لا ډېر زیان سره مخامخ کړي.
ټام فلیچر چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر هم دی، له بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې تر اوسه د طالبانو حکومت له چارواکو سره د مرستو رسونې چارو کې د ښځو رول د اهمیت په تړاو پر استدلال بوخت دي.
هغه زیاته کړې چې "موږ د خپلو ښځینه همکارانو له وړتیا، تخصص او ژمنتیا پرته کار نه شو کولی."
په کابل کې د بيبيسي خبریال حسیب عمار له ښاغلي فلیچر سره په مرکه کې له نوموړي لومړی د افغانانو د بنسټیزو اړتیاو پوښتنه کړې.