دوه مخی موټر مو لیدلی؟

دوه مخی موټر مو لیدلی؟

داسې موټر کې سفر وکړئ چې دوه مخه یا بانټونه لري. زک سټن، چې د امریکا د میشیګان ایالت د ډیټرایټ ښار یو میخانیکي انجنیر دی، خپل موټر ته د بک تو بک «Bak2Bak» نوم ورکړی دی. دا موټر د دوو زړو کریسلر موټرو له مخې برخو یا بانټونو څخه جوړ شوی دی، چې یو یې په کاناډا کې او بل یې په متحده ایالاتو کې جوړ شوی. سټن وايي، کله یې چې دا برخې پېرلې د اصل په اړه یې نه و خبر، خو وروسته یې احساس وکړ، چې دا یو تصادفي خو معنی لرونکی یوځای کېدل دي. هغه دواړه هېوادونه نږدې «خور هېوادونه» بولي او وايي، چې همدې خبرې دا ګډ ډیزاین لا مناسب ګرځولی.