هغه مېرمنه چې کرېکټ پر افغانستان میینه کړه

هغه مېرمنه چې کرېکټ پر افغانستان میینه کړه

د کرېکټ له ۱۹ کلنو د کم عمر افغان لوبډلې، د شل اوریزو لوبو نړیوال جام کې د لوبو پر وخت لوبغالي کې یوه داسې بدرګچۍ درلوده چې له لېرې دغو لوبو ته یوازې له افغان لوبډلې سره د مینې لپاره ورغلې وه.

انالین فورستر د سوېلي افریقا اوسېدونکې ده او په زړه پورې دا وه کله چې تېره اوونۍ د سوېلي افریقا او افغانستان لوبه وه، هغې د افغان لوبډلې ملاتړ کاوه.

دغې مېرمنې د افغان لوبډلې د لوبو لیدو لپاره ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي او درې کاله وړاندې کابل ته د شپږېزې نندارې ته هم تللې وه.