د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال 'ټام فلیچر' سره ځانګړې مرکه

د ویډیو تشریح، ټام فلیچر د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر هم دی
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال 'ټام فلیچر' سره ځانګړې مرکه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اندېښنه څرګندوي چې د نړیوالو مرستو کمېدل به په افغانستان کې اړمن خلک له لا ډېر زیان سره مخامخ کړي.‌

ټام فلیچر چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر هم دی، له بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې تر اوسه د طالبانو حکومت له چارواکو سره د مرستو رسونې چارو کې د ښځو رول د اهمیت په تړاو پر استدلال بوخت دي.

هغه زیاته کړې چې "موږ د خپلو ښځینه همکارانو له وړتیا،‌ تخصص او ژمنتیا پرته کار نه شو کولی."

په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال حسیب عمار له ښاغلي فلیچر سره په مرکه کې له نوموړي لومړی د افغانانو د بنسټیزو اړتیاو پوښتنه کړې.