ولې د افغانستان په ګډون د سویلي اسیا په هېوادونو کې ډېرې زلزلې کېږي؟

    • Author, سانجانه چهودري
    • دنده, د سویلي اسیا سیمه‌ییز خبریال

د نومبر ۳مه (د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه شاوخوا ۱ بجه) د افغانستان په شمال کې مزار‌شریف ښار ته نږدې ۶ اعشاریه ۳ درجې ځواکمنه زلزله وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې همدا دوه میاشتې مخکې ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ځپلی او پر پراخې ویجاړۍ سربېره یې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي وو.‌

په تېرو څو لسیزو کې یوې زلزلې هم په افغانستان کې دومره ډېر خلک نه وو وژلي.

تېرو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د زلزلو څو نور کوچني ټکانونه هم احساس شوي.

دغو پرله پسې ناورینونو یو ځل بیا جوته کړه چې دا سیمه د زلزلې د ټکانونو پر وړاندې څومره ډېره زیانمنونکې ده.

سویلي اسیا تل د زلزلې له پلوه نړۍ کې یوه له خورا زیانګالو سیمو پېژندل شوې ده.

۲۰۱۵ کال د نیپال له ویجاړوونکې زلزلې رانیولې چې نږدې ۹۰۰۰ کسان پکې وژل شوي وو، د همدې روان (۲۰۲۵) کال مارچ میاشت په میانمار کې تر ۷ اعشاریه ۷ درجې زلزلې پورې چې څه باندې ۳۰۰۰ کسان یې ووژل، په تېره یوه لسیزه کې په دې سیمه کې ګڼې خونړۍ زلزلې شوې دي.

پوښتنه دا ده چې دلته ولې دومره ډېرې زلزلې کېږي؟

سویل ختیځه اسیا ولې له پرله پسې زلزلو اغېزمنه ده؟

ځواب د ځمکې تر سطحې لاندې ژورو کې نغښتی:‌ د تېکټونیکي پلېټونو پېچلی جوړښت چې د دغو پلېټونو د دوامداره خوځښت لامل ګرځي او پایله کې یې پرله پسې زلزلې کېږي.‌

د سویلي اسیا هېوادونه د ډېرو ټېکټونیک پلېټونو پر تقاطع پراته دي. د هند پلېټ، یوریشیا پلېټ، د هند-اسټرالیا پلېټ، د سونډا پلېټ، د برما پلېټ، او د ارام سمندر پلېټ – دا ټول همدلته سره یو ځای کېږي.

د هند پلېټ په دوامداره توګه کال کې شاوخوا ۵ سانتي متره شمال لور ته حرکت او د یوریشیا له پلېټ سره ټکر کوي.

د دغه ټکر پایله کې نه یوازې دا چې د همالیا غرونو لړۍ رامنځته شوې، بلکې د لوی جیولوژیکي فشار رامنځته کولو او د لرغونو درزونو (شکسته‌ګیو) بیا فعالولو ته هم دوام ورکوي.

ولې سویلي اسیا کې زلزلې ډېرې ویجاړونکې دي؟

سویلي اسیا له دنګو غرونو او ژورو درو سره یوه پیچلې توپوګرافي لري، چې له نرمې خاورې سره یوځای کېږي. دا جوړښت چې په ځانګړې توګه هند او بنګله‌دیش کې موندل کېږي، د زلزلو شدت لا پسې سختوي.

د ټېکټونیکي پلېټونو تنظیم هم د دې لامل کېږي چې په دې سیمه کې زلزلې په کم ژوروالي کې وشي. د زلزلو مرکز چې څومره د ځمکې سطحې ته نږدې وي،‌ په هماغه اندازه پراخه سیمه په ډېر شدت لړزوي او ویجاړۍ یې هم ډېرې وي.‌

د دې سیمې شاوخوا ډېری فعال زلزله‌لرونکي زونونه ګڼ مېشتي دي چې دا پخپله د ډېرې مرګژوبلې لامل ګرځي.

د کابل، اسلام اباد، ډیلي، کټمندو او ډاکې په څېر لوی ښارونه په خطرناکه توګه د لویو درزونو یا شکسته‌ګیو سیسټمونو ته نږدې پراته دي. دا میلیونونه کسان له سختو زلزلو د زیانمنېدو خطر ته ورکوي.

په چټکۍ سره د ښارونو پراخېدل او ناانډوله رغنیزې چارې هم چې د خوندیتوب هېڅ پروتوکولونو پکې په پام کې نه نیول کېږي، د دې لامل شوې چې ودانۍ او تاسیسات خوندي نه وي.‌

د بېلګې په توګه، د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ډېری کورونه له خټو او ډبرو جوړ شوي، چې ان د منځنۍ کچې زلزلې هم پکې د ګڼې مرګژوبلې لامل ګرځي.

ولې افغانستان کې دومره ډېرې زلزلې کېږي؟

د هند او یوریشیا ټېکټونیکي پلېټونو د ټکر پوله نیغ په نیغه له افغانستان تېرېږي، چې د دغه هېواد ختیځ او شمالي ولایتونه ډېر زیانګالي کوي.

د عربي ټېکټونکي پلېټ وراضافه کېدل، د دې لامل کېږي چې دغه هېواد لا ډېر فعال زلزله‌ لرونکی زون وګرځي.

دا درېواړه ټېکټونیکي پلېټونه نه یوازې دا چې سره ټکر کېږي، بلکې د یو بل له څنګه نښتې تېرېږي هم. دا په لنډه موده کې پرله پسې ډېرې زلزلې رامنځته کوي، څنګه چې سږ کال ولیدل شوې.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې او د رېږدلو اړوند سیمه‌ییزو معلوماتو له مخې، یوازې په افغانستان کې له ۱۹۹۰ کال راهیسې له ۳۵۰ داسې ډېرې زلزلې شوې چې پنځه یا تر دې لوړه درجه وي.

هندوکش سیمه کې څو داسې ژورې او د ځمکې سطحې ته نږدې زلزلې شوې چې ځمکې یې ښوېیولې. ځمکښویدنې د زلزلو ویجاړونکې اغېزې لا پسې پراخوي.

د سویلي اسیا نور هېوادونه څنګه؟

هند د درزونو څو فعال سیسټمونه لري او د دې ترڅنګ یې د خپل پلېټ داخلي زلزلې هم تجربه کړې دي. د یوه ټېکټونیکي پلېټ دننې زلزلې ډېر وخت د دې لامل کېږي لرغوني فالت لېکې یا شکسته‌ګۍ بیا فعالې شي.

د زلزلو له اړخه د فعالو سیمو ښاري کېدل هم د ډېرو ویجاړیو لامل ګرځي.

بنګله‌دېش د ډېرو شکسته‌ګیو پر جال پروت دی.‌ د ډاوکي فالټ لاین، سلهېټ شکسته‌ګي او د چېرډانګ درز دغه هېواد کې دي چې په دې وروستيو کې یې فعالیتونه هم لیدل شوي.

خو دغه هېواد خپلې جغرافیه د زلزلې پر وړاندې ډېر زیانګالی کړی دی. هغه داسې چې د نړۍ تر ټولو لویه دلتا – سندربن دلتا - یې پراخه برخې پوښي.

له پاکستانه هم څو لویې فالت‌لیکې یا شکسته‌ګۍ تېرې شوې دي – د چمن فالت او مېن‌ مانټل تروسټ یې په ځانګړې توګه فعال دي.

خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او بلوچستان د وخت په تېرېدو سره د کم عمق او ژورې دواړه زلزلې لیدلې دي.

خو په ۲۰۰۵ کال د کشمیر زلزلې چې ۷ اعشاره ۶ درجې او د سیمې په کچه تر ټولو ډېره خونړۍ وه، له ۸۰۰۰۰ ډېر خلک ووژل.

نیپال سویلي اسیا کې د ډېرو ویجاړونکو زلزلو اوږد تاریخ لري.

دا ځکه چې دغه هېواد نېغ په نېغه د هندي او یوریشیا پلېټونو ترمنځ د ټکر پر پوله پروت او د اوږدو درزونو د سیستمونو ټاټوبی دی.

غرني موقعیت یې د ځمکښویدنې او له کنګلي جهيلونو د سېلابونو بهېدو احتمال لا زیاتوي.

ایا وضعیت به د وخت له تېرېدو سره لا خراب شي؟

د سیمې له بې سارې جیولوژي سره یو ځای شوي انساني او چاپېریالي عوامل ښايي په سویلي اسیا کې راتلونکې زلزلې لار ډیرې سختې او ویجاړۍ یې پراخې کړي.

داسې انګېرل کېږي له پېړیو پېړیو راهیسې راټول شوی ټېکټونیکي فشار به لا لویې او ډیرې ځواکمنې زلزلې رامنځته کړي.

که څه هم هغه هېوادونه چې د ډېرو زلزلو له کبله د ارام سمندر د اور کړۍ په نامه پېژندل کېدونکې ناحیه کې پراته دي، ډېرې ځواکمنې زلزلې تجربه کوي، خو له پېړیو راهیسې موجود پیاوړي ټېکټونیکي فشار د همالیا کمربند تر ټولو خطرناک ځای ګرځولی دی.

ساینسپوهان د همالیا کمربند کې له نیپال نیولې تر هند، بوتان او پاکستان پورې تراړه کې د "همالیا لویې زلزلې" د پېښېدو خبرداری ورکوي چې شدت به یې د رېښتر تر ۸ درجو وي.

د لرغونو او غېر فعالو فالت‌لاینونو بیا فعالېدو زلزلې لا ډېرې خونړۍ او د هغو وړاندوینه ستونزمنه کړې ده.