د امریکا پوځ یو استخبارتي تحلیلګر پر چین د پټو پوځي اسنادو د پلور په تور نیول شوی

د امریکا د پوځ یو استخباراتي شنونکی پر چین د حساسو پوځي رازونو د پلورولو په تور نیول شوی دی.‌

دغه سرتېری کوربین شولتز نومېږي او پنجشنبه د کېنټاکي په فورت کمپبېل پوځي اډه کې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې 'اېف‌بي‌ای' او د پوځ د جاسوسۍ ضد څانګې لخوا تر څېړنو وروسته نیول شوی دی.‌

د تورونو له مخې هغه د لسګونو حساسو امنیتي اطلاعاتو بدل کې ۴۲ زره ډالر ترلاسه کړي دي.

چارواکو ویلي چې هغه د امنيتي مالوماتو پلور د ۲۰۲۲ کال په جون کې پیل او تر نیولو کېدو پورې یې دوام ورکړی دی.

په ښاغلي شولتز د ملي دفاع اړوند مالوماتو د ترلاسه کولو او افشا کولو لپاره د توطیې، له جواز پرته د دفاعي‌ موضوعاتو اړوند د تخنیکي مالوماتو د صادرولو، له جواز پرته د دفاعي جزییاتو د ایستلو او همدا راز یوه دولتي‌ چارواکي ته د بډو ورکولو تورونه لګول شوي‌ دي.

تر اوسه مالومه نه ده چې نوموړي له دغو تورونو د ځان سپيناوي‌ لپاره وکیل نیولی که نه.

د اېف‌بي‌ای د ملي امنیت له څانګې لاریزا کنپ، دې قضیه کې مطرح شوي‌ تورونه د "هېواد دفاع لپاره له کړې لوړې سره لوی خیانت" بللی دی.

هغې زیاته کړې "تورن کس د ملي دفاع مالوماتو د خوندي کولو پر ځای، له یوه بهرني کس سره د هغو د پلور توطیه جوړه کړې او زموږ ملي امنیت یې بالقوه خطر ته ورکړی دی."

چارواکي وايي، تورن دا پټ اسناد یوه کس ته چې باور یې کاوه په هانګ‌کانګ کې اوسي،‌ استولي دي.‌

ظاهرآ د هغه لخوا په شریکو شویو مالوماتو کې ځینې تر غږ د چټکو تجهیزاتو او په راتلونکې کې د امریکا د پوځي ځواکونو د پراختیا په تړاو د څېړنو اړوند دي او همدا راز د چین د پوځي چمتووالي په اړه هم یو سند پکې دی.‌

د امریکا عدالیې وزارت لخوا په برابر شوي ادعا لیک کې په دې قضیه کې د چین حکومت د ښکېلتیا یادونه نه ده شوې او د هغه کس نوم هم نه دی اخیستل شوی چې ښاغلي شولتز ته یې پیسې ورکړې دي.

د دعوې اقامه کې راغلي، هغه ته ویل شوي‌ وو چې خپل رابط کس ته "اصلي او ځانګړي اسناد" ولېږدوي.‌

د ښاغلي شولتز لخوا په شریکو شویو مالوماتو کې په اوکرایین کې د روسیې د جګړې،"د امریکا د حساسو پوځي‌ سیستمونو د فعالیت او وړتیاو" اړوند مالومات او همدا راز د امریکا دا پلانونه هم شامل دي چې که پر تایوان برید کېږي نو څه به کوي.‌

د ښاغلي شولتز خلاف د چمتو شوي ادعا لیک په یوه برخه کې د هغه دا پیغام هم شامل شوی چې ویلي یې دي، "کاشکې یې کولی شول 'جاسون بورن' واوسي."

جاسون بورن یوه سینمایي فلم کې جاسوسي کرېکټر دی.

هغه په یوه بل پیغام کې د رابط کس لخوا د ډېرو پیسو د ورکړې تر ژمنې وروسته وايي، "په همدې هیله! باید خپل بل بي‌اېم‌وې [موټر] بېرته واخلم!"

د یادونې ده چې څېړونکو د روانې اوونۍ لومړیو کې په نېبراسکا کې د امریکا پوځ یو متقاعد ډګروال په دې تور ونیو چې د ملګرو موندلو یوې بهرنۍ وېبپاڼې له لارې یې یوه کس ته محرم اسناد استولي دي.‌

د دغه ډګروال تر نیول کېدو یوازې څو ساعته ورمخکې بیا د ماساچوسېت ایالت د ملي هوايي ګارد یوه پیلوټ د ملي دفاع اړوند مالوماتو د ترلاسه کولو او لېږدولو شپږ تورونه منلي وو.