حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی؛ هوايي ډګر کې یې له راشد خان سره هم لیدلي

د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی د سترګو درملنې لپاره جرمني ته روان شوی دی.

حفيظ الله معروف ته ځینو سرچینو ویلي، نوموړی به لومړی دوبۍ کې د جرمني ویزه اخلي او له هغه وروسته به دغه هېواد ته ولاړ شي.

دا په څه باندې نژدې یوه کال کې لومړی ځل دی چې ښاغلي کرزي ته اجازه ورکول کېږي له افغانستانه بهر سفر وکړي.

د طالبانو حکومت پرته له دې چې په رسمي ډول اعلان وکړي، پر حامد کرزي یې د سفر بندیز لګولی و.

له افغانستانه بهر د نوموړي وروستی سفر د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې بریتانیا ته و.

هغه مهال ځینو سرچینو ویلي وو، نوموړي د لندن مرکزي سیمې یوه هوټل کې له یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د مخکېني حکومت له ځینو چارواکو سره لیدلي وو.

په لندن کې د افغانستان مخکېني سفیر طیب جواد ویلي و، نوموړي د دغه سفر پر مهال د بریتانیا پاچا چارلز درېيم هم کتلي و. ښاغلی کرزی له ډېره وخته د بریتانیا له پاچا سره دوستي پالي.

له هغه سفر وروسته نوموړي ته له افغانستانه د وتلو اجازه نه وه ورکړل شوې. اوس ویل شوې، ښايي نوموړی تر لسو ورځو پورې په جرمني کې د سترګو درملنې لپاره پاتې شي.

حامد کرزی د ګوتو په شمېر له هغو سیاستوالو دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې پاتی دی.

راشد خان سره کتل

ښاغلي کرزي د کابل هوايي ډګر په انتظار خونه کې د افغانستان د کرېکټ له وتلي ستوري راشد خان سره مخامخ شوی دی.

راشد خان له نژدې څلورو کالو وروسته په لومړي ځل تېره اوونۍ کابل ته تللی و.

شهزاده مسعود چې تر هوايي ډګره له ښاغلي کرزي سره مل و، بي‌بي‌سي ته وویل، "دواړو پر کرېکټ هم لنډې خبرې وکړې."

راشد خان چې په شل اوریز فارمټ کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر هم دی، ویسټ انډیز ته روان شوی چې د نړیوال جام په سیالو کې برخه واخلي.

هغه په کابل کې یوې خبرې ناستې ته ویلي و، "نړیوال جام ته له پوره چمتووالي سره ځي."