طالبان وايي، د سالنګ لویه لار د بیارغونې لپاره تړي

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي
سالنګ

د عکس سرچینه، MOPW

ټاکل شوې د سالنګ لویه د بیارغونې لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شي. د طالبانو حکومت کې د ټول ګټو چارو وزارت ویلي دا لار به د روانې سنبلې وږې میاشتې له ۱۹مې نېټې د تونل منځ کې د کانکریټ اچولو تر بشپړیدو بنده وي.

سالنګ د افغانستان له نورو سیمو سره د شمالي ولایتونو یوه تر ټولو مهمه او لویه لار ده. له دې لارې هره ورځ زرګونه مسافر او په لویه اندازه سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

د طالبانو حکومت کې د ټول ګټو چارو وزارت ویلي د سالنګ لارې اتیا کیلومتره بیا رغول کېږي او دې لړ کې ټاکل شوې چې په تونل کې کانکریټ واچول شي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د لارې له بندیدو وړاندې دې خپلې اړتیا وې پوره کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دا نه دي ویل شوي چې دا لاره به د څو ورځو لپاره تړلې وي. له دې امله د یوې نا معلومې مودې لپاره د دې لویې سوداګریزې لارې بندیدل ښايي د ډېرو خلکو او سوداګرو لپاره له سرخوږي خالي نه وي.

درې اونۍ وړاندې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پيل شوې، خو لاره لا بشپړه نه ده تړل شوې. دې موده کې له دواړو خواوو په نوبت خلکو ته د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږ اجازه ورکړل شوې.

له پلازمېنې سره د شمالي ولایتونو د تګ راتګ بله لار د شیبر کوتل دی، چې له ډېرو لوړو ژورو تېریږي. خلک وايي د سخت والي ترڅنګ د شیبر کوتل لار ناامنه هم ده، دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغې لارې امنیت دې خوندي کړي.