له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل کېدل

افغان کډوال

د عکس سرچینه، EPA

د بښنې نړيوال سازمان له ايران او پاکستانه غوښتي چې په زوره د افغان کډوالو او پناغوښتونکو د ايستلو لړۍ سملاسي ودروي.

د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي چې يوازې سږ کال له دغو دواړو هېوادونو له ۲.۶ ميليونه زيات افغانان په زور او غيرقانوني ډول افغانستان ته استول شوي دي.

د دغو ايستل شویو کډوالو شاوخوا ۶۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي. شمېرې ښيي چې زرګونه نور افغانان له ترکيې او تاجکستان څخه هم ايستل شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان راپور چې د سې شنبې په ورځ (ډسمبر ۱۶) خپور شوی ټینګار کوي چې دا کسان په داسې حال کې ايستل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د "بشري حقونو سړغړونې" دوام لري او افغانستان لا هم په سختو اقتصادي او چاپېريالی کړکېچونو کې ښکېل دی.

د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې بشري کړکېچ ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د "راستنېدونکو لپاره ګواښ ډېر شوی" او هېوادونه د نړیوال قانون له مخې حق نه لري خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د جنوبي اسيا لپاره د بشري حقونو سيمه ييزې مشرې سمرېتي سېنګ ويلي، "په چټکۍ سره افغانستان ته د خلکو په زوره ايستل هغه دليلونه له پامه غورځوي چې دوی تښتېدلي او که بېرته ستانه شي له جدي ګواښونو سره به مخامخ شي. دغه کړنه له نړيوالو مکلفيتونو د هېوادونو ښکاره بېغوري او سرغړونه ښيي."

ويل کېږي څو میلیونه افغانان اوس مهال هم په ایران او پاکستان کې ژوند کوي. ډېری یې له لسیزو راهیسې په دې هېوادونو کې مېشت دي، او ځینې یې په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته دغو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

له ایران څخه د افغانانو د ایستلو پروسه له کلونو راهیسې روانه ده، خو د ایران او اسرائیلو له جګړې وروسته ګړندۍ شوې ده. د اسلام اباد او طالبانو حکومت تر منځ د تاوتریخوالي له زياتېدو سره له پاکستانه هم د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ نوره هم چټکه شوې ده، هره ورځ په زرګونو کسان له دغو دواړو هېوادونو بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان د رسنیو راپورونو ته هم اشاره کړې چې وايي د جرمني، اتریش او اروپايي ټولنې په ګډون، اروپايي هېوادونو هم د طالبانو حکومت له چارواکو سره د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره خبرې کړې.

په ورته وخت کې، د خوړو نړیوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې، چې د ډسمبر پر ۱۶مه خپور شوی، خبرداری ورکړی چې افغانستان د ژمي په رارسېدو سره په لسیزو کې د لوږې له ناوړه کړکېچ سره مخامخ دی.

دغه سازمان وايي، ۱۷.۴ میلیونه خلک، چې د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخه ده، د سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي دا په داسې حال کې ده چې د اړتیا وړ مرستو لپاره يوازې ۱۲ سلنه بودیجه ترلاسه شوې او په وروستیو میاشتو کې د اړتیا وړ کسانو یوازې یوه کوچنۍ برخه کولی شي مرستې ترلاسه کړي.

د نړیوالو مرستو کمېدل او له ایران او پاکستان څخه د ۲.۵ میلیونه کډوالو جبري راستنېدو پر هغو کورنیو بې ساري فشار راوړی چې وار دمخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.

د نړیوال خوراکي پروګرام استازي جان ایلیف له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې، د دې بحران په هکله د نړۍ بې پروايي یوازې افغانستان ته ګواښ نه دی، بلکې پایلې به یې په اروپا او لوېدیځ کې هم محسوسې شي.

نوموړي اوسنی وضعیت د "لوږې د ژور بحران" په توګه یاد کړی چې په وینا یې د تېرو کلونو پرتله ډېر سخت دی او په چټکۍ سره پراخېږي.

هغه ويلي چې سږ کال افغانستان د څو عواملو له کبله کمزوری شوی دی، چې، ''په نړیوالو مرستو کې چټک کمښت، د اقتصادي فشار تېز زیاتوالی، او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په لویه کچه راستنېدل'' پکې شامل دي.

ښاغلي ايليف ويلي، له ايران او پاکستانه د ۲.۷ میليونو خلکو راستنېدل، چې پخوا يې عايد په افغانستان کې د دوی د کورنيو لپاره د ژوند يوازينۍ سرچينه وه، "د زرګونو بې وزلو کورنيو لپاره د عاید لاره پرې کړې ده" او ناڅاپه يې د مرستو غوښتنه زياته شوې ده.

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زور کارولو څخه ډډه وکړي او د دوی د رضاکارانه راستنېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.