تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پوځ: د خیبر پښتونخوا بنو کې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۲ امنیتي کسان وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي وسلهوالو د خیبر پښتونخوا د بنو په مالي خېل سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته ځانمګري برید کې لږ تر لږه ۱۲ امنیتي سرتېري وژلي دي.
پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون سې شنبه (نومبر پر ۱۹مه) وسلهوالو له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پوستې له دیوال سره ټکر کړی چې په ترڅ کې یې ودانۍ ړنګه شوې او لږ تر لږه ۱۲ امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د ځينو وژل شوو پولیسو له عکسونو سره په خپاره کړي پاڼه کې ویلي چې په ځوابي ډزو کې شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.
پوځ ویلي چې په سیمه کې چاڼيز عملیات پیل شوي او په وینا یې، د دې پېښې عاملان به د "قانون منګولو" ته وسپارل شي.
د برید مسئولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.
که څه هم حافظ ګل بهادر د تحریک طالبان پاکستان خواخوږی بلل کېږي خو ډله یې ترې جلا ده او تر ډېره په وزیرستان، بنو او شاوخوا سیمو کې فعالیت کوي.
غبرګونونه
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون بېلابېلو چارواکو دغه برید غندلی دی.
ښاغلي زرداري پر دغه برید خواشيني څرګنده کړې او په خپل هېواد کې یې "په بشپړ ډول د ترهګرۍ د له منځه وړلو ژمنه کړې."
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د وژل شوو امنیتي کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د "خپل وطن د امن لپاره قرباني ورکوونکي پوځیان د خپل ملت اتلان دي."
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور بیا ویلي چې "د امنیتي ځواکونو دا قربانۍ به بېځایه لاړې نه شي او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې به ټول ملت د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي."
دوو ورځو کې درې پېښې
بنو د وزیرستان هغه سیمه ده چې تر دې وړاندې هم پکې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه شوي دي.
د ځینو مسئولیت تحریک طالبان پاکستان او د یو شمېر نورو بیا د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.
همدا پرون له بنو د یوې جلا پېښې رپوټونه ورکړل شول چې وسلهوالو د اتمانزئ تاڼې اړوند پر روچه پوستې برید کړی.
د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې وسلهوالو لومړی هلته شته اووه پولیس یرغمل کړل او وروسته یې له ټولو مهماتو سره وتښتول.
ځینو سرچینو بيبيسي ته ویلي چې دغه تښتول شوي پولیس د قومي مشرانو په منځګړیتوب خو ځینې نورې بیا وايي چې د "تاوان ورکولو په بدل کې" راخوشي کړل شوي دي.
په اسلام اباد کې د بيبيسي خبریال افتخار خان وايي چې پرون سهار هم هلته یو بل وسله وال برید شوی چې په ترڅ کې یې د دې سیمې یو مهم قبایلي مشر ملک ښودي خېل وژل شوی.
افتخار خان وايي چې وسلهوالو د ملک ښودي خېل ډاټسن ګاډی په نښه کړی چې ده چلاوه او په دغه برید کې د ده او د ده د کورنۍ د ځینو غړو په ګډون څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د دغو بریدونو مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.