تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان په نشه روږدو راغونډو کړو کسانو ته حرفوي زدکړې ورکوي
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي په کابل او ولایتونو کې راغونډو شوو ۸۵ زره په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه په دا ډول کوي، چې په ټولنه کې ور ګډ (مدغم) او بیا روږدي نه شي.
روغتیاپالان، چې ددغو روږدو کسانو درملنه کوي وایي دا ځل له درملنې ور ها خوا له رواني پلوه روزل کیږي او له یوه نوي ذهنیت سره ټولنې ته وړاندې کېږي.
چارواکي وایي دې کسانو ته په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو حرفو د زدکړو پروګرامونه هم پیلېږي، چې تر دغه زدکړو وروسته به د دندو موندلو کې هم ورسره مرسته کوي.
د پکتیا اوسېدونکی ۳۲ کلن محمد صادق څه باندې ۱۳ کاله په بېلابېلو نشه یي توکو روږدی و اوس له اعتیاد نه د خلاصون په یوه مرکز کې یې درملنه کېږي.
صادق وایي تر روږدېدو وروسته یې کورنۍ مخ ترې واړاوه او له کوره یې وشاړه، چې دده په خبره شاوخوا لس کلونه یې پر تړو او غارونو کې تېر کړل.
روغتون کې بېرته روږدي کېدل
نوموړي د هغو توکو د رانیولو لپاره هره ورځ له دوو نه تر پنځه سوه افغانیو پورې لګولې، چې دده په باور خپل آرمېښت یې په کې لیده، سره له دې، چې یو ځل یې د خلاصون ناکامه هڅه هم کړې وه.
"لومړی مي تریاک خوړل ددې لپاره، چې له دغه نشې ځان خلاص کړم روغتون ته لاړم هلته مي له نورو روږدو کسانو سره ملګرتیا شوه او هر یوه به د بېلابېلو نشو کیسې او کیفیت راته بیاناوه، کله چې له دریو میاشتو وروسته له روغتون راووتلم نو لومړی مې د شیشې د څکولو هڅه وکړه او بیا پرې روږدی شوم تر څنګ یې وزګارتیا بله ستونزه ده، چې رغېدلی کس بېرته په نشه یي توکو روږدی کېږي".
صادق له اوسنیو چارواکو غواړي، چې د نشه یي توکو د پلورونکو مخه په کلکه ونیسي، ځکه د نوموړی په باور دده او نورو د بدبختیو سرچینه همدا کسان دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي ددغو روږدو کسانو د درملنې او روزنې لپاره یې د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت یو مرکز جوړ کړی دی.
ددغې ادارې مشر ملا عبدالحق همکار وایي یاد مرکز کې یې د روږدو کسانو د رغاونې لپاره داسې پروګرام پیل کړی، چې دده په ټکو بیا ځلې به نشه یې توکو ته مخ نه کړي.
"د ژمي په موسم کې مو په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لپاره یو ځانګړی کمپاین پیل کړ، ځکه موږ اندېښمن وو چې د سړې هوا له امله به د دوی ډېری له منځه ولاړ شي، ځکه دوی د پُل سوخته، سرای شمالي او کمپنۍ په سیمو کې اوسېدل. په دغه کمپاین کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان راټول او خوندي ځایونو ته انتقال او درملنه یې پیل شوه، تر څنګ یې یو بل پروګرام چې په پام کې نیول شوی د ۱۲ وزارتونه په همکارۍ دغه کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو، تعلیم او تربیې ، دیني مسايلو او نورو برخو کې روزنه ورکول کیږي ، دا ټول ددې لپاره ، چې دغه کسانو سم ورغیږي او بیا نشه یې توکو ته مخ نه کړي."
ښاغلی همکار زیاتوي واک ته د دوی له رسېدو راوروسته یې په ټول افغانستان کې یې ۸۵ زره معتادین راغونډ کړي، چې شاوخوا ۱۷ زره یې په تېر ژمي کې راغونډ شوي دي.
نوموړی همداراز وایي اوس مهال د کابل ۱۰۰۰ بستریز روغتیایي او آغوش حمایوي مرکز کې د شاوخوا ۷۰۰۰ روږدو کسانو درملنه او پالنه کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو له هغه ادارو څخه دی، چې روږدو کسانو ته د حرفوي زدکړو برخه کې همکاري کوي.
ددغې ادارې د نشرانو د مشر محمد یونس صدیقي په وینا روږدو کسانو ته یې د حرفوي زدکړو څلور میاشتنی پروګرام راپیل کړی دی:
"کله چې د روغتیا وزارت له خوا دوی له اعتیاد نه خلاصیږي بیا یې موږ ته معرفي کوي او موږ بېلابېلو برخو لکه نجاري، پایپ کاري، برق او داسې نورو برخو کې روزنه ورکوو."
ښاغلی صدیقي وایي معتادینو ته د حرفوی زدکړو پروګرام د هېواد په کچه د حرفوي زدکړو په ۴۵ مرکزونو کې روان دی.
په کابل کې د روږدو کسانو په درملنه بوخت روغتیاپالان وایي نشه یي توکو ته د آسانه لاسرسي او بې روزګارۍ تر څنګ د ټولنې او کورنیو بې باوري هغه لامل دی، چې ممکن یو رغېدلی کس بېرته نشو ته وګرځي.
په نشه روږدو کسانو ته د مهارتونو زدکړه
د آغوش په نوم د معتادینو د ساتنې او روزنې د ۵ زره بستریز مرکز مشر ډاکټر شمس الرحمان منهاج وایي یاد مرکز کې د درملنې ترڅنګ روږدو کسانو ته د روحي او رواني فشارونو نه د خلاصون، په ټولنه او کورنۍ کي د ژوند لارې او مهارتونه ورښودل کېږي.
"ارواپوهان له دوی سره مرسته کوي تر څو په ټولنه کې ورګډ شي، د روږدویتوب له سختو ورځو نه څه زدکړه وکړي او د نشه يي توکو له استعمال څخه د مخنیوي لارې چارې ور ښودل کېږي، دیني عالمان دوی ته د اسلام له نظره د نشه یي توکو د زیانونو په اړه زدکړه ورکوي او همدارنګه د کورنۍ، مور او پلار، مېرمني حقوق او ټولنه کې ددوی مسولیت ورته ښودل کیږي، کله چې دوی د دې مسلو په اړه خبر شي، دا خلک پوهېږي چې دوی څه ډول مسؤلیتونه لري او څنګه باید بېرته خپلو ټولنو او کورنیو ته ستانه شي، رواني مشاورین هم ورسره کار کوي."
ښاغلی منهاج وایي نشه یې توکو کارولو ته د بیا نه ګرځېدو برخه کې کورنۍ هم خورا مهم رول لري، چې دې برخه کې هم د نوموړي په خبره د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند "آغوش" حمایوي مرکز نه همدا تېره اونۍ ۵۰۰ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
دغه اداره وایي دا هغه کسان وو، چې بېلابېل مهارتونه او حرفې یې زده وې او د کورنیو د پرله پسې غوښتونو پر بنسټ یې رخصت کړي، خو دغه کسان اړ دي، چې پنځلسو ورځو کې دوی ته حاضري ورکړي.