جرمني: غزې ته دا مهال په پراخه کچه د مرستو رسولو اړتیا ده

د عکس سرچینه، EPA
د جرمني صدراعظم اولاف شولز د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیلو پر پلانونو نیوکه وکړه او له غزې سره د مرستې لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.
اسرائیلو تر دې مخکې په رفح کې د برید لپاره د خپلو پلانونو دفاع کړې وه او دا یې اړینه بللې وه چې په دې تراډه کې حماس له منځه یوسي.
ښاغلي شولز دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې غزې ته د سمندر له لارې د مرستو لومړۍ بسته رسدېلې ده.
د مرستو په دې جوپه کې د وریجو، غوړیو او خورما په ګډون ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي شامل وو.
دغه ماموریت د متحده عربي اماراتو په همکارۍ د متحده ایالاتو خیریه نړیوال مرکزي پخلنځي (WCK) لخوا ترسره شوی.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیلي بریدونو تر اوسه تر ۳۱۴۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
منځني ختیځ ته له سفر مخکې خبریالانو سره په خبرو کې ښاغلي شولز د غزې وضعیت "ترینګلی" وباله او زیاته یې کړه چې "اوس په پراخه پېمانه غزې ته د مرستو رسولو ته اړتیا ده".
نوموړي ویلي، چې دا موضوع به په سیمه کې له خپلو شریکانو سره په خبرو کې مطرح کړي.
ښاغلي شولز ټینګار وکړ چې جرمني په رفح کې چې له مصر سره پر پوله پروت دی، د پوځي پرمختګونو په اړه اندېښنه لري.
د غزې له نورو سیمو تر یو میلیون ډېرو خلکو هلته پنا وړې ده.
د قحطۍ پر څنډه

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
ښاغلي شولز وویل، "دا خطر شته چې په رفح کې په پراخه پېمانه برید به د ډېرو سختو ملکي تلفاتو سبب شي، چې باید په هر قېمت یې مخنیوی وشي".
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په رفح کې د پوځي عملياتو پلان تصويب کړ او زياته يې کړه چې پوځ د ملکيانو د ايستلو لپاره تيارى نيسي.
اسرائيل د خپلې تګلارې په دفاع کې وايي، پر رفح له برید پرته حماس په بشپړ ډول له غزې نه شي شړل کېدای.
د اسرائيلو پر پلانونو د نړيوالې ټولنې له خوا نيوکې شوې دي او ملګرو ملتونو او امريکا هم خبرداری ورکړی، چې په رفح کې په پراخه کچه بريد ښايي ويجاړوونکي وي.
د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (IDF) وویل چې دوی پلان لري چې په غزه کې بې ځایه شوي فلسطینیان د تراډې په منځ کې د "بشري ټاپوګانو" په نامه یاد کړي.
د غزې خلک خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري چې ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و دا سیمه د قحطۍ په څنډه کې ده.
کوګات؛ د اسرائیلو اداره چې غزې ته د بشردوستانه مرستو همغږي کوي، وايي چې په روانه میاشت کې هره ورځ په اوسط ډول د خوراکي توکو ۱۲۶ لارۍ ننوتې دي. وايي دا له هغو ۷۰ لاریو څخه زیاتې دي چې خوراکي مواد یې په ځانګړي ډول له جګړې مخکې غزې ته وړي وو. له جګړې مخکې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ لارۍ غزې ته داخلېدې.
کثافاتو کې په سخته لوږه ژوند کول

د عکس سرچینه، REUTERS
د ځمکې له لارې مرستې ترلاسه کول خورا اغېزناک دي. مګر پوځي عملیات او د ټولنیز نظم ماتول د مرستې وېش ته خورا سخت خنډ جوړ کړی، چې ځینې هېوادونه یې د هوا او سمندر له لارې د بدیلو لارو هڅه کوي.
اسرائیل غزې ته د مرستو په رسولو کې د خنډ اچولو خبره ردوي او پر مرستندویه موسسو یې تور لګوي چې د مرستو په وېش کې پاتې راغلې دي.
په عین حال کې، اسرائیل او حماس ممکن د یکشنبې په ورځ د احتمالي اوربند په اړه د خبرو لپاره په دوحه کې سره وګوري. حماس ویلي چې منځګړو ته یې "هر اړخیز لید" ورکړی دی.
خو نتنیاهو دغه ډله تورنه کړه چې "غیر واقعي" غوښتنې کوي. سره له دې، هغه موافقه وکړه چې قطر ته د اسرائیلو مذاکره کوونکي واستوي.
د شنبې په ورځ له بي بي سي سره په یوه مرکه کې، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویاندې ډاکټرې مارګریټ هاریس وویل، دا "ښه خبر" دی چې اورو د اوربند په لور یو حرکته پیل شوی.
هغې دا اقدام د غزې اوسني وضعیت ته "یوازېنی ځواب" وباله. ډاکټر هاریس وویل چې په ځمکه کې د هغې همکارانو هېڅکله د دې په څېر بدبختي نه ده لیدلې.
"دوی هېڅکله په دومره چټکۍ راغلی وحشت او بدبختي نه ده لیدلې چې خلک پکې ژوند کوي، خلک په ډېر ازدحام کې ژوند کوي، د انساني کثافاتو اچولو په ځایونو کې په سخته لوږه کې ژوند کوي، د ځای پاکولو توان نه لري ځکه چې موږ حتی کلورین هم نه شو وروړلی."











