د اندونیزیا د هوايي شرکت دوه پیلوټان د الوتنې پر مهال ویده شوي وو

هوايي چلند

د عکس سرچینه، Getty Images

د اندونیزیا د ټرانسپورټ وزارت د دې هېواد د سیمه ییز هوایی شرکت "باټیک ایر " په اړه وروسته تر هغه پلټنې پیل کړې، چې وموندل شوه، د الوتنې پر مهال دواړه پیلوټان په الوتکه کې ویده شوي وو.

دا دوه پیلوټان، چې د الوتنې جواز یې په موقت ډول ځنډول شوی، له سولاویسی څخه د اندونیزیا پلازمینې جاکارتا ته د الوتنې پرمهال د ۲۸ دقیقو لپاره ویده شوي وو.

د دوی ایربس اې ۳۲۰ الوتکه د لنډ وخت لپاره له اصلي مسیره وتلې وه، خو په پایله کې په خوندي توګه ښکته شوه او ټول ۱۵۳ مساپر او عمله یې خوندي وو او هیڅوک پکې ژوبل نه وو.

دا پېښه د روان کال د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه شوې وه.

د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت د یوه راپور له مخې، د الوتکې له الوتنې نیم ساعت وروسته، ۳۲ کلن پیلوټ خپل همکار پیلوټ ته وویل چې د الوتکې کنټرول په لاس کې واخلي، چې دی استراحت وکړي، د هغه ۲۸ تنه کلن همکار پیلوټ هم منلې وه.

خو همکار پيلوټ یې هم په ناڅاپي ډول د الوتنې پر مهال ويده شو. د اندونیزیا د حکومت د راپور له مخې، همکار پیلوټ او د هغه مېرمن په دې وروستیو کې د غبرګونو ماشومانو خاوندان شوي وو او هغه د ماشومانو په پالنه کې مرسته کوله.

د جاکارتا د هوايي ټرافیک کنټرول هڅه وکړه چې له الوتکې سره اړیکه ونیسي، خو هېڅ ځواب یې نه و تر لاسه کړی.

د دوی ترمنځ چوپتیا ۲۸ دقیقې دوام وکړ، خو مخکې له دې چې مرستیال پیلوټ راویښ شي اصلي پیلوټ راویښ شو او ویې لیدل چې مرستیال یې هم خوب وړی دی. پر دې هم پوه شوه چې الوتکه د لنډې مودې لپاره له لارې وتلې وه.

پیلوټانو وروسته د جاکارتا اړیکو ته ځواب ووایه او الوتکه یې په خوندي ډول ښکته کړه.

له الوتنې مخکې طبي معایناتو ښوولې وه چې دغو دوو کسانو د الوتنه لپاره کومه ستونزه نه درلوده او د وینې فشار او د زړه حرکت یې عادي وو او د الکولو معاینات هم منفي وو.

د اندونیزیا د ټرانسپورټ وزارت چارواکو د دې پېښې لپاره باټیک ایر "سخت غندنه" کړې او د اندونیزیا د هوایی ټرانسپورټ مشر یې په اړه ویلي، شرکت باید د خپلو عملې د ارام وخت ته ډېر پام وکړي.

باټیک ایر ویلي، دوی "د الوتنې عملې لپاره د کافي استراحت لپاره پلان لري" او "د خوندیتوب ټولو سپارښتنو پلي کولو ته ژمن دی".

په ۲۰۱۹ کال کې، په ورته هوایی ډګر کې، یو پیلوټ بې هوښه شو او الوتکه یې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې وه.