د روسیې وروستي برید کې یوه مسلمان زلمي اسلام خلیلوف ۱۰۰ کسان وژغورل

اسلام خلیلوف
د عکس تشریح، اسلام خلیلوف روسي رسنیو ته ویلي "په جګړه کې مړ کېدل تر هغه غوره دي چې نور خلک پرېږدي چې مړه شي".

روسي چارواکو یو پنځلس کلن زلمی مسکو کې پر یوه تالار وروستي برید کې له نندارچیانو سره د هغه څه له کبله ستایلی چې د خلکو ژغورلو کې یې خپله زړورتیا ښودلې ده.‌

ویل شوي چې اسلام خلیلوف له لږ تر لږه سلو کسانو سره مرسته وکړه چې د برید له ځایه وتښتي.

اسلام خلیلوف قرغیز الاصله روسی مسلمان زلمی دی.

نوموړي په هغه تالار کې کار کاوه چې د تېرې جمعې په ورځ وسله‌والو برید پرې وکړ.‌

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان ووژل شول او د برید مسؤلیت (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې ومانه.

د مسکو په شمال لوېدیځ کروکوس تالار کې دغه ځوان نه پوهېده چې په دې مرسته به دومره ستایل کېږي.

نوموړي د تالار د کوټونو ساتنې خونه کې د اونۍ څو ورځې کار کاوه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

اسلام خلیلوف روسي رسنیو ته ویلي "په جګړه کې مړ کېدل تر هغه غوره دي چې نور خلک پرېږدي چې مړه شي".

دی وايي کله چې پوه شو وسله‌وال برید پیل شوی، یو تن یې په مخ کې په ډزو ووژل شو، خو دی ارام پاتې شو، دا چې ده ته د تالار لارې او کوڅې معلومې وې، ګڼ خلک د تشنابونو خوا ته تښتېدل، ده تښتېدونکو خلکو ته لارښوونه کوله چې بهر او د نندارې ځای ته ووځي.

له دغه زلمي سره د ټولو ورونو د پرانیستلو لپاره الکترونیکي کارت و.

اسلام خلیلوف د خلکو د ژغورلو ټولې صحنې ثبت کړې او په زوره پکې چیغې وهي "دلته له دې لارې ووځئ".

اسلام خلیلوف
د عکس تشریح، دغه ځوان د "سپارټکس مسکو" فوټبال له مینه‌والو دی. کله چې دغه خبر خپور شو، دغې لوبډلې ور وغوښت او زړورتیا یې وستایله او د هر موسم د لوبو کتلو لپاره یې وړیا ټیکټ ورکړ.

کله چې مسکو انلاین خپرنۍ ترې وپوښتل، دغه وېروونکې صحنه څنګه انځوروي، ځواب یې دا و چې "ومې انګېرله که لاس په کار نه شم، خپل ژوند به له لاسه ورکړم او ګڼ نور خلک به ووژل شي. شکر دی هېڅ پېښ نه شول او په مناسب وخت کې مې ور پرانیست او ټول د نندارتون خوا ته وتښتېدل."

د روسیې مفتي شیخ رافیل جینوتین هم اسلام خلیلوف ته پېښه کې د زړورتیا له کبله یو مډال ورکړی.

دغه ځوان د "سپارټکس مسکو" فوټبال له مینه‌والو دی. کله چې دغه خبر خپور شو، دغې لوبډلې ور وغوښت او زړورتیا یې وستایله او د هر موسم د لوبو کتلو لپاره یې وړیا ټیکټ ورکړ.