تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د رحم سرطان څه شی دی او نښې یې څه دي؟
جیني ګادلي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د رحم سرطان لري، چې درملنه یې ناشونې ده.
دا ۶۳ کلنه کمېډینه او لوبغاړې بي بي سي سره د لومړي ځل لپاره د خپلې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه غږېدلې ده.
نوموړې ويلي، پر خواله رسنیو او د صحنې پر مخ یې د خپلې ناروغۍ په اړه خلکو ته ویلي او له دې لارې یې د یادې ناروغۍ په اړه ډېر څه زده کړې دي.
هغه وايي، خواله رسنیو ورسره مرسته کړې چې، پوه شي د رحم پر سرطان اخته ده.
ګادلي په ۲۰۲۱ کال کې پر اېکس پاڼه د یوې لېکنې له لوستلو وروسته د خپلې ناروغۍ نښو ته متوجه شوه.
په هغې لیکنه کې د رحم د سرطان نښې یادې شوې وې چې :"د رحم سرطان څلور مهمې نښې لري: د خېټي دوامداره درد، د خیټې باد، خوراک کې ستونزې، له عادي حالت ژر مړېدل."
د مېرمن ګادلي پام شو، چې دا څلور نښې لري. هغې بي بي سي ته ویلي: "زه به ډېره لږ ډاکټر ته تلم، ځکه چې ډېره لږه ناروغه کېدم."
خو پر خواله رسنیو د هغې لیکنې له لوستلو وروسته د سرطان معاینې لپاره روغتون ته لاړه.
تر معاینې وروسته ډاکټرانو ومنله چې، هغه د رحم پر سرطان اخته ده. ډاکټرانو تشخیص کړه چې سرطان یې دریم پړاو ته رسېدلی.
مېرمن ګادلي اوس په سکاټلنډ کې ده او لا یې هم د ناروغۍ درملنه روانه ده.
د ناروغۍ له تشخیص وروسته مېرمن ګادلي پرېکړه وکړه، چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي لوړولو لپاره کار وکړي.
د رحم سرطان د "غلي قاتل" په نامه هم یادېږي، ځکه چې په لومړۍ پړاو کې یې تشخیص ستونزمن دی او په ښځو کې یې لومړۍ مرحله کې څه ځانګړې نښې نه راښکاره کېږي.
مېرمن ګادلي پر خواله رسنیو او د صحنې پر مخ له خپلو ښځينه مخاطبینو غوښتنه کوي، چې د سرطان معاینه وکړي: "که ستاسې خېټه تل باد نیسي، که ډېرې میتیازې کوئ، که خېټه مو ډېره خوږېږي یا هم ژر مړېږئ نو معاینه وکړئ."
د عامه پوهاوي ډېرول
د معدې پړسوب، د خېټې باد، او خېټه کې درد د رحم د سرطان مهمې نښې دي.
مېرمن ګادلي وايي: "ما سم خواړه نه شول خوړلی. کله به مې چې خوراک پیل کړ ژر به مړېدم. دلیل یې دا و چې ټوله خېټه مې له اوبو ډکه وه او په خېټه به مې یې فشار راوست."
نوموړې زیاتوي: "که مو پام شو چې یوازې د یوه وخت ډوډۍ خوړلی شئ، ډاکټر ته یې په اړه ووایئ او معاینه وکړئ. ما مې ډاکټر ته وویل، زه فکر کوم د رحم سرطان لرم دا نښې یې په ما کې راښکار شوي. زما سرطان دریمې مرحلې ته رسېدلی و، خو که هغه ټوېټ مې نه وای لیدلی ښايي اوس به ژوندۍ نه وای."
دا سکاټلنډۍ کمېډینه وايي، د دې ناروغۍ تشخیص انګیزه ورکړې، چې د یادې ناروغۍ د عامو پوهاوي په ډېرولو کې لا نور کار وکړي.
تر اوسه لږ تر لږه شپیتو ښځو هغې سره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې، د دې د عامه پوهاوي له برکته یې معاینه کړې.
که په دویمه او لومړۍ مرحله کې د یادې ناروغۍ تشخیص وشي ښايي د درملنې چانس یې ډېر وي.
"کار کول مې خوښېږي"
ګادلي لا هم پر خپلو نندارو بوخته ده او د بریتانیا په کچه یې د نندارو ټکېټونه له وړاندې پېرل کېږي. هغه اوس خپل ټول یادښتونه لیکي او له دې سره هم مهاله خپلې لور اشلي سره د هغې د نوې ډرامې د سوداګریزو خبرتیاوو کې مرسته کوي.
هغه وايي، ژوند یې روان دی خو په دې پوهېږي چې سرطان یې د مدیریت وړ دی خو د درملنې وړ نه دی.
ګادلي وايي، حیرانه نه ده چې د سرطان سربېره د ژوند نورې چارې هم سرته رسوي او کار هم کوي.
ګادلي زیاتوي: "کار راباندې فشار نه راولي. زما کار خوښېږي. کمېدي کار سخت نه دی. هغه څه چې راته ستونزمن دي روغتون ته تګ او ډاکټر ته مخامخ کښېناستل دي. دا ډېره سخته ده."
هغه وايي، له تشخیص وروسته یوه موده له کاره لېري وه، یو څه وخت یې ونیوو چې بېرته مثبته انرژي واخلي او کار ته راستنه شي.
هغه وايي: "دا تجربه د هر چا لپاره توپیر کوي. په بریتانیا کې اوس په میلیونونه انسانان داسې ناروغۍ لري چې عمر ورلنډوي خو دوی هم مهاله کار هم کوي."
د رحم سرطان نښې څه دي؟
د بریتانیا روغتیا ملي ادارې اعلان کړی چې، د رحم سرطان دا لاندې نښې لري چې لږ تر لږه (په یوه میاشت کې دولس ځلې) تکرارېږي.
- د خېټې باد یا د معدې پړسوب
- د خېټې درد
- بې اشتهايي یا ژر مړېدل
- ژر ژر تشناب ته تګ او میتیازې کول
نورې نښې یې دا دي:
اسهال، اږدمهاله د ستړیا احساس، د وزن کموالی، د میاشتني عادت له وچېدو وروسته خونریزي او هضمیت کې ستونزې.