په افغانستان کې د 'ایسارو' پاکستانیانو نوملړ پاکستاني چارواکو ته سپارل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان له چمن ښاره د سوداګرو یو پلاوی په افغانستان کې د ایسارو پاکستاني سوداګرو او کارکوونکو پر موضوع د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللی.
کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، په چمن کې د پښتون قومي جرګې له لوري ځايي چارواکو ته د دوو زرو داسې کارګرانو او سوداګرو نوملړ هم وړاندې شوی، چې د دوی په وینا په افغانستان کې ایسار پاتې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته د چمن-سپین بولدک په ګډون د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ ټولې لارې وتړل شوې.
د پښتون قومي جرګې په پلاوي کې ګډونوال حاجي عبدالباري اڅکزي د ټیلیفون له لارې بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې له څلورو زرو ډېر پاکستاني کارګر او سوداګر په افغانستان کې ایسار پاتې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پښتون قومي جرګې په پلاوي کې د ګډونوال حاجي عبدالباري اڅکزي د ادعا له مخې، دوی د ۲۰۰۰ کسانو نوملړ د چمن مرستیال کمشنر ته سپارلی دی.
ښاغلی اڅکزی وايي: ''ایسار کسان یوازې د چمن اوسېدونکي نه دي، بلکې د پنجاب او پاکستان نورو سیمو اوسېدونکي هم پکې شامل دي.''
د چمن سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر وايي، هغه چې وس یې درلود د دوبۍ او ایران له هوايي لارو پاکستان ته ستانه شول، خو هغه چې د هوايي سفر وس نه لري، اوس هم په افغانستان کې ایسار پاتې دي.
بل لور په کوټه کې د پاکستاني حکومت یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ومنله، چې په افغانستان کې د دوو زرو ایسارو کارګرانو او سوداګرو نوملړ دوی ته سپارل شوی او په وینا یې دوی پرې غور کوي.
د چمن سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عبدالنافع اڅکزي په مشري اسلام اباد ته تللي پلاوي بي بي سي ته وویل، د سوداګرۍ له وزیر جام کمال او د سوداګرۍ لپاره د پاکستاني لومړي وزیر له سلاکار رانا احسان سره یې لیدلي دي.
ښاغلی اڅکزی وايي، چارواکو ته یې په دې لیدنو کې ویلي، چې د لارو تړل کېدو له کبله نه یوازې پاکستاني سوداګرو ته زیان اوړي، بلکې د افغان سوداګرو په ګډون دواړو هېوادونو ته هم زیانونه رسېږي او هیله یې دا ده، چې د فدرالي حکومت چارواکي به د دوی د ستونزو هوارولو لپاره اقدامات وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اکتوبر میاشتې له تاوتریخوالي وروسته د روانې دسمبر میاشتې په لومړیو کې افغان او پاکستاني لوري یو ځل بیا پر یوه بل تورونه پورې کړل، چې د سپین بولدک او چمن تر منځ یې نښته پیل کړې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دسمبر پر پنځمه ادعا وکړه، چې پاکستاني لوري پر سپین بولدک بریدونه پیل کړل، چې په وینا یې د دوی ځواکونه اړ شول، ځواب ورکړي.
په ورته توګه پاکستان هم ادعا وکړه، چې د طالبانو ځواکونو پرې لومړی برید وکړ. د پاکستاني لومړي وزیر ویاند پر اېکس یوه پیغام کې ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت له هیڅ دلیل پرته نښته پیل کړه.
هغه مهال له سپین بولدکه په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېدل، چې ملکي خلک د پېښې له ځایه د تېښتې په حال کې وو.
نژدې دوې نیمې میاشتې کېږي، چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ په ټپه درول شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې تړل شوې دي او یوازې افغان کډوال اجازه لري چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.
د سوداګریزو لارو تړل کېدو له کبله دواړو هېوادونو ته مالي زیانونه اوښتی، چې کره شمېرې او معلومات معلوم نه دي.











