د شهباز شریف ادعا: له افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ ګواښ سر راپورته کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ یو ځل بیا سر راپورته کړی دی.
هغه دا څرګندونې نن جمعه (د ډسمبر ۱۲مه/ لیندۍ ۲۱مه) په عشق اباد کې د سولې او باور نړیوال کال فورم او د ترکمنستان د "دایمي بې طرفۍ پالیسۍ" د ۳۰مې کلیزې په تړاو جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
په دې غونډه کې د روسیې، ایران، ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان او هنګري مشرانو هم ګډون کړی و او د رپوټونو له مخې پر سوله، ثبات او اقتصادي همکاریو پکې خبرې وشوې.
شهباز شریف سیمه کې د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو په تړاو د اندېښنو ترڅنګ وویل، اړتیا ده چې "نړیواله ټولنه د افغان طالبانو رژیم (د طالبانو حکومت) وهڅوي، چې خپل نړیوال مکلفیتونه او ژمنې پر ځای کړي او د هغو ترهګرو عواملو مخه ونیسي چې د دوی له خاورې فعالیت کوي."
کابل تر اوسه د پاکستان د لومړي وزیر دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په وار وار دا رد کړې چې په افغانستان کې دې ترهګرې ډلې فعالیت ولري او یا دې د افغانستان خاوره د چا خلاف کارېدلې وي.
شهباز شریف په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اوسنی اوربند هم "ډېر نازک" وباله او له قطر، ترکیې، متحدو عرب اماراتو او ایرانه یې د دې لپاره مننه وکړه، چې د نوموړي په وینا، د "یوه دایمې اوربند ټینګښت لپاره هڅې" کوي.
هغه وویل چې هېواد یې د شخړو پر سولهییز حل باور لري او د بهرنۍ تګلارې بنسټ یې جوړوي.
د یادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې امنیتي پېښې او بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.
دا بریدونه تر ډېره په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې کېږي چې د ځینو مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيټي) او بلوڅ ازادي غوښتونکو منلی دی.
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بېلتونپالو په ګډون هلته جنګېدونکي وسلهوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او دا چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټيټيپي او بياېلاې بریدونه د پاکستان کورنۍ موضوع بولي او وايي، دوی چا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد خلاف وکاروي.
طالب چارواکي ټینګار کوي چې پاکستان دې د خپلو "غلطو تګلارو او ناکامیو" پړه پر دوی نه اچوي.
د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان د اندېښنو رفع کولو لپاره یې هغه ټولې هڅې کړې چې په وس کې یې دي.
کابل په دې لړ کې همدا وړمه ورځ هم د سلګونو دیني عالمانو په ګډون د یوې سترې غونډې کوربه و چې د "امیر" له اجازې پرته یې بهر ته د وسلهوال فعالیت لپاره تګ 'تخلف' او 'ناجایز' وباله.
پاکستان کې د داعش د موجودیت ادعا

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت بیا برعکس دا ادعا کوي چې د داعش – خراسان څانګه پاکستان کې ځالې او مرکزونه لري او دا چې له هغه ځایه په افغانستان او سیمه کې خونړي بریدونه تنظیموي.
په دې لړ کې تازه د یوه کس د نیول کېدو ادعا هم شوې چې د طالبانو حکومت په وینا، د دوی د کډوالو چارو پر پخواني وزیر خلیل الرحمان حقاني برید کې یې لاس درلود.
طالبانو ته نږدې 'المرصاد' رسنۍ وايي، د دغه برید سپارښتنه د پاکستان بلوچستان کې د داعش د مشرتابه لخوا شوې وه.
خلیل الرحمان حقاني چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و، یو کال مخکې په همدغو ورځو کې د کډوالو چارو وزارت دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او مسؤلیت یې داعش ومانه.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ مخالفتونه د دې لامل شول چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبره پر کابل، پکتیکا او کندهار تر هوايي بریدونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر خونړیو نښتو ورسېږي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان پلاوو که څه هم په تېرو دوو میاشتو کې دوحه، استانبول او ریاض کې د کوربنو په منځګړیتوب څلور پړاوه مذاکرات هم کړي، خو داسې ښکاري چې تر دې دمه کومې پرېکړې او پایلې ته نه دي رسېدلي.











