تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلاماباد پاکستان ته د ایراني پوځي الوتکو لېږدولو خبرونه رد کړل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ په خپلې اېکسپاڼې (پخوانی ټویټر) کې په خپره شوې اعلامیه کې د امریکا د "سيبياېس" خبري شبکې هغه پخوانی راپور رد کړ چې ویلي یې وو د نور خان په هوايي اډه کې ایراني الوتکې موجودې دي.
پاکستان وویل چې دا راپور "په کلکه ردوي" او هغه یې "ګمراه کوونکی" او د "پارونې" لپاره بللی دی. وزارت زیاته کړه چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته او د اسلاماباد د خبرو اترو د لومړي پړاو پر مهال، د ایران او امریکا څو الوتکې پاکستان ته راغلې وې، چې د ډیپلوماتانو، امنیتي ډلو او اداري کارکوونکو تګ راتګ اسانه کړي چې د خبرو له بهیر سره تړاو لري.
دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې "دا ډول د اټکلونو پر بنسټ راپورونه" د "سیمهییز ثبات او سولې لپاره روانو هڅو د کمزوري کولو" په موخه خپرېږي.
وزارت دا هم ویلي چې ځینې الوتکې او ملاتړي پرسونل د مذاکراتو د راتلونکو پړاوونو د انتظار لپاره په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوي وو.
تر دې مخکې د سيبياېس نیوز راپور د باخبره امریکايي چارواکو له قوله ویلي وو چې پاکستان په پټه توګه ایراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې وه چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي.
سي بي اېس: ایران ځينې پوځي الوتکې پاکستان او ملکي افغانستان ته لېږدولې دي
وړاندې، په امریکا کې د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي اېس د دوو امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی وچې پاکستان په "پټه توګه ایرانيو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي".
له سي بي اېس سره د خبرو پر مهال د امنيتي مسايلو په اړه باخبره امریکايي چارواکو ويلي، ښايي ایران خپلې ځينې پوځي الوتکې په پاکستان کې د دې لپاره ځای پر ځای کړې وي چې د پراخېدونکې جګړې او د امریکا له هوايي بریدونو یې خوندي کړي.
امريکايي چارواکو ادعا کړې، پاکستان په داسې حال کې چې ځان يې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي په توګه معرفي کاوه، "په پټه" يې ايراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد په هوايي ډګرونو کې ځای پر ځای شي. یوه امریکايي سناتور لېنزي ګراهم ويلي، که چېرې دا راپورونه سم وي، د منځګړي په توګه د پاکستان رول بايد له سره و ارزول شي.
دغو دوو امریکايي چارواکو سي بي اېس نيوز ته ويلي چې ایران همدارنګه ملکي الوتکې افغانستان ته استولې دي. خو دا لا نه ده روښانه چې په دې پوځي الوتکې هم وې که نه.
په افغانستان کې د ملکي هوايي چلند ادارې يوه چارواکي سي بي اېس نيوز ته ويلي چې د ایران د ماهان هوايي شرکت یوه ملکي الوتکه د جګړې له پیل وړاندې کابل کې ښکته شوه، د ایران هوايي حريم له تړل کېدو سره دغه الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې پاتې شوه او په مارچ مياشت کې د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ د شخړې له پيلېدو پورې همدلته وه چې وروسته د هرات هوايي ډګر ته ولېږدول شوه.
د هوايي چلند دغه چارواکي ويلي، دا په افغانستان کې د ایران يوازينۍ الوتکه وه.
د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد سي بي اېس نيوز ته په افغانستان کې د ایراني الوتکو شتون رد کړی او زياته کړې یې ده چې "دا خبره سمه نه ده او ایران هم دې کار ته اړتيا نه لري".
سي بي اېس نيوز ته امریکايي چارواکو ويلي، د تهران له خوا د الوتکو د لېږلو هڅې دا ښيي چې ایران غواړي د خپلو پاتې پوځي او هوايي شتمنيو یوه برخه خوندې کړې.
امریکايي چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط له سي بي اېس سره خبرې کړې، ويلي، څو ورځې وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د اپرېل په لومړيو کې له ایران سره اوربند اعلان کړ، تهران څو الوتکې د نور خان هوايي اډې ته ولېږدولې. نور خان يوه ستراتيژيکه پوځي اډه چې د راولپنډۍ ښار ته څېرمه موقعیت لري.
سي بي اېس راپور ورکړی چې په لېږدول شويو پوځي وسايلو کې یوه د ایران د هوايي ځواک هرلوکس ار سي-۱۳۰ الوتکه هم ليدل شوې ده.
د امریکا مرکزي قومندانۍ سي بي اېس نيوز ته په دې اړه غبرګون نه دی ورکړی او دا یې پاکستاني او افغان چارواکو ته پراېښی دی.