په هند کې د لوېدلې الوتکې لومړنی راپور: د سون توکو سویچونه یې بند شوي وو

د عکس سرچینه، Reuters
د تېرې جون میاشتې پر ۱۲مه د هند په احمد اباد کې د ٰایر اینډیاٰ هوايي شرکت اړوند د یوې لوېدلې الوتکې په تړاو لومړنی راپور ښيي چې له الوتنې لږ وروسته یې د سون توکو د کنټرول دواړه سویچونه له چالان حالته ګل یا بند هغه ته اړول شوي وو چې له امله یې د الوتکې انجنونه له زوره لوېدلي وو.
د راپور له مخې، د الوتکې په تور بکس کې د پیلوټانو ثبت شوې غږونه د هغوی ترمنځ ګډوډۍ ښيي. د هغوی په ثبت شویو غږونو کې یو پیلوټ له بله پوښتي چې ولې یې د "سون بټنې ګول" کړې دي او هغه بل ځواب ور کوي چې داسې کوم څه یې نه دي کړي.
راپور په څرګنده توګه د سویچونو د بدلېدو کره وخت په ګوته کړی، خو د پیلوټانو ترمنځ له لنډو خبرو اترو ور اخوا یې نور هیڅ جزیات نه دي ور کړي.
راپور کومه څرګنده پایله نه ده بیان کړې، خو په دې تړاو لا هم څېړنې روانې دي چې تمه ده په اړه به یې وروستی راپور په کار کې خپور شي.
ځینو کسانو په دې تړاو د کېدونکو څېړنو پر پڅوالي او نه شفافیت نیوکې کړې دي.
داسې احتمال شته چې په دغو څېړنو کې به "انساني اړخ" یعنې د الوتنې د عملې شخصي او رواني شرایط د راتلونکو څېړنو یوه مهمه برخه وي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ایر انډیا شرکت یوه ویاند د غورځېدلې الوتکې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې "له چارواکو سره په بشپړه توګه همکاري کوي."
د راپور له مخې، پیلوټانو د سون توکو د کنټرول سویچونو د بیاچالانونو هڅه کړې، خو د الوتکې انجنونو بیا زور نه دی اخیستی.
د ایر اینډیا د لوېدلې الوتکې په اړه لومړني راپور د الوتکې د غورځېدو د لامل په اړه پرېکنده پایله نه ده بیان کړې، خو د سون توکو د کنټرول سویچونو د حالت بدلون نوې پوښتنې را ولاړې کړې دي.
په کرنفیلډ پوهنتون کې د ایرو سپېس او هوايي چلند مشر پروفیسر ګراهام بریتوېټ بي بي سي ته وویل: " دا یو ډیر مهم سویچ دی او له همدې امله د یو چا لخوا له مستقیم تماس څخه خوندي شوی دی."
هغه وايي، دا چې پیلوټ وشي کولی سویچ ته حرکت ور کړي، نو اړ دی ویې نیسي پرلپسې یې بل موقعیت ته ټېل وهي."
ښاغلی بریتوېټ زیاتوي، په راپور کې نه دي ویل شوي چې کوم پیلوټ دې دغه سوېچ خوځولی وي، نو ځکه په دغه وضعیت کې تمه ده چې راپور په خلاص ذهن دا مسله وڅېړي.
د هندوستان د پیلوټانو ټولنې د لوېدلې الوتکې په اړه د لومړني راپور خپرېدو ته غبرګون ښودلی او د کېدونکو څېړنو د بهیر په تړاو یې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د هندوستان د پیلوټانو ټولنې په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: "موږ احساسوو چې تحقیقات په داسې لوري روان دي چې ګناه د پیلوټانو وګڼل شي او موږ د دې فکر کلک مخالفت کوو."
دوی په لومړني راپور کې د پیلوټانو خپرو شویو غږونو ته په اشارې ویلي، په هغه کې دا نه ده معلومه شوې چې کوم پیلوټ د سویچونو د ګول کېدو په اړه پوښتنه کړې او کوم یوه ځواب ور کړی دی.
د پيلوټانو ټولنې له هندي چارواکو غوښتي چې د شفافیت د تامین لپاره دې دوی ته په دغو څېړنو کې د ګډون اجازه ور کړل شي.
د قربانیانو کورنۍ وايي، د پېښې پر لامل پوهېدل د دوی غم نه کموي. د الوتنې د عملې یوه خپلوان بي بي سي ته وویل: "موږ لاهم له خپلو احساساتو سره لاس او ګرېوان یو او هڅه کوو چې د دې زیان په معنی پوه شو."
د ایر انډیا الوتکه چې د تېرې جون میاشتې په ۱۲مه له الوت لږ شېبه وروسته پرېوته، په کې د سپرو ۲۴۲ کسانو له ډلې ۲۴۱ ووژل شول.
چارواکي وايي، په ېیښه کې ټول ۲۶۰ کسان وژل شوي دي، ځکه الوتکه د محصلانو د یوې لیلیې پر کانتین ور پرېوتې وه.
دغې الوتکې له احمداباد څخه د انګلستان د پلازمېنې لندن پر لور الوت کړی و.
په پیل کې داسې راپورونه و، چې د الوتکې د لوېدو له امله ۲۷۰ کسان وژل شوي دی، خو له پېښې څو ورځې وروسته د ګجرات چارواکو وویل، په پېښه کې ۲۶۰ کسان وژل شوي دي.








