د حج په اړه پنځه حقیقتونه، ایا مخکې پرې پوهېدئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
حج د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی سفر دی چې هر کال نژدې دوه میلیونه عبادت کوونکي د سعودي عربستان مکې ښار ته ورځي. دا د اسلام له پنځو بناوو یا ستنو یوه ده او هر هغه مسلمان چې بدني او مالي وس ولري، په ژوند کې یو ځل پرې حج ادا کول فرض دي.
حج کې د نړۍ له ګوټ ګوټه عبادت کوونکي راغونډېږي. مکه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد 'صلی الله علیه وسلم' د زېږېدو ځای دی، همداراز دا هماغه ځای دی چېرې چې پر هغه د قرآن کریم لومړۍ وحې نازله شوې وه.
مکه ښار کې کعبه هم ده، هغه مکعب بڼه لرونکې ودانۍ چې تورې پردې پرې غوړول شوې دي او د مسجد الحرام یا د مکې لوی جومات منځ کې ده. دا د اسلام تر ټولو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي.
کعبه - د حضرت ابراهیم میراث
که څه هم حج د اسلام له ستنو یوه ده، نو هغه چا ته بښنه کېدای چې باور ولري دا یوازې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره تړاو لري.

د عکس سرچینه، EPA
خو دا مناسک په حقیقت کې تر حضرت محمد (ص) ډېر پخوا، د حضرت ابراهیم (ع) زمانې ته رسېږي، ځکه چې د اسلامي عقیدې له مخې، کعبه د هغه په لاس جوړه شوې ده.
د حج مناسک د هغه وخت یاد تازه کوي کله چې حضرت ابراهیم (ع) غوښتل د الله د حکم په اطاعت کې خپل زوی قرباني کړي - یوه داسې ستره قرباني چې د الهي مداخلې له امله ودرول شوه.
حضرت ابراهیم (ع) چې په مسیحیت او یهودیت کې د ابراهام په نوم یادېږي، د دغو دواړو دینونو لپاره هم یو مهم شخصیت دی.
جنسیتي بېلتون نه شته

د عکس سرچینه، Yassine Gaidi/Anadolu Agency
د نورو هغو اسلامي عبادتي دودونو خلاف چېرې چې د نارینهوو او ښځو تر منځ بېلوالی وي - لکه جلا دروازې یا په جوماتونو کې د لمانځه ګوښي ځایونه - په حج کې د ښځو او نارینهوو تر منځ هېڅ ډول جنسیتي بېلتون نه وي. هغوی یو ځای طواف کوي، دعا کوي او مناسک ترسره کوي.
د جامو ځانګړې بڼه
هغه کسان چې حج ادا کوي، یو ځانګړی لباس اغوندي چې د روحاني برابرۍ او عاجزۍ څرګندونه کوي.

د عکس سرچینه، EPA
د نارینه حاجیانو لپاره ځانګړی لباس (احرام) نومېږي، چې له دوه بېګنډه، ساده سپینو ټوکرونو جوړ وي. دا لباس د ټولنې یا اقتصاد له پلوه د هر مسلمان تر منځ د مساواتو نښه ده او دا څرګندوي چې ټول مؤمنان د الله په نزد یو شان دي.
حاجیانې د نارینهوو په څېر احرام نه اغوندي، خو هغوی باید هر ډول پراخ، باوقاره او بدن پټوونکی لباس واغوندي. هغوی باید خپل سر په ټیکري یا پړوني پټ کړي، خو د حج پر مهال یې باید خپل مخونه لوڅ وي.
د غره پر لور ختل - د صفا او مروه ترمنځ تګ
که څه هم طواف د حج له تر ټولو مشهور مناسکو یا ارګانو دی، چېرته چې حاجیان د کعبې شاوخوا اوه ځله داسې طواف کوي چې له یوې خوا ځي بیا په هغه طرف نه راځي، خو تاسو ښايي نه وئ خبر چې یو بل مهم رکن د دوو غونډیو تر منځ چټک تګ هم دی چې (سعی) ورته وايي.
دا رکن د مسجد الحرام دننه د صفا او مروه غونډیو ترمنځ ترسره کېږي. حاجیان باید اوه ځله په چټکۍ د دې دوو غونډیو تر منځ لاړ شي، چې دا د حضرت هاجرې (د حضرت ابراهیم مېرمنې) د زحمتونو یاد دی، چې د خپل کوچني زوی لپاره د اوبو د موندلو په هڅه کې یې دا لاره پرلپسې ووهله.
د عرفات د غره څوکه

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم کعبه د حج د مناسکو اصلي مرکز ګڼل کېږي، خو د دې سپېڅلي سفر روحاني اوج د عرفات په غره کې ترسره کېږي، چې دا له مکې بهر په یوه دښته سیمه کې پروت دی.
دلته، په عرفات غونډۍ کې، زرګونه حاجیان له لمر ختو تر لمر لوېدو پورې راټولیږي، چې یوه ورځ له ټینګې دعا، تفکر او د قرآن تلاوت سره تېره کړي.
دا سپېڅلی ځای په اسلام کې ژوره مذهبي مانا لري. د اسلامي عقیدې له مخې، همدلته حضرت محمد ﷺ خپله وروستۍ خطبه ورکړې وه.












