یوه پاکستاني مېړه څنګه خپله ښځه وژلې او بیا یې د هغې مړی په تشناب کې پټ کړی و؟

اسلام اباد کې ځايي محکمې د ساره انعام په نوم د یوې مېرمنې د وژلو په جرم د هغې مېړه شهنواز امیر ته د مرګ سزا اورولې او تر څنګ یې یو میلیون کلدارې جریمه کړی دی.

محکمې امر کړی چې په نغدي جریمه کې ترلاسه کېدونکې پیسې دې د مقتولې کورنۍ ته وسپارل شي.

له شهنواز سره د هغه مور ثمینه شاه هم د جرم شریکه ګڼل کېده خو محکمې د هغې د خوشي کولو پرېکړه وکړه.

که څه هم د وژل شوې مېرمنې ساره انعام پلار پر دې پرېکړه رضا و خو د خپل زوم د مور پر برئت خوښ نه دی او ویلي یې دي چې په ستره محکمه کې بیا دا قضیه راپورته کوي.

ساره انعام پاکستاني الاصله کاناډایۍ وه چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پر ۲۳مه نېټه خپل مېړه شهنوا امیر په اسلام اباد کې وژلې وه.

پر هغه د ۲۰۲۲ کال د دسمبر پر ۱۵مه عریضه شوې وه او محکمې ته یې په هکله ۱۹ شاهدان وړاندې شوي وو.

د ۱۹ کسانو شاهدي

د محکمې قاضي حسن عباس ویلي، د ټولو ثبوتونو او شواهدو په پام کې نیولو او د شهنواز تر ډي‌این‌اې معاینې وروسته د دې مېرمنې په وژلو کې د هغه ښکېلتیا زباد شوه او پر جزا محکوم شو.

که څه هم مېړه یې په خپله دفاع کې کوم شاهد وړاندې نه شو کړای خو په خپل بیان کې یې ویلي چې د شپې یې هغې سره په ګډه ډوډۍ خوړلې وه، ویده شوي وو او سهار چې دی راویښ شو نو ښځه یې تشناب ته تللې وه، دی [شهنواز] په ناشتې پسې بهر وتلی و خو چې بېرته کور ته راستون شو نو د ښځې مړی یې پر ځمکه پروت و.

هغه ادعا کړې چې یا خو یې مېرمن په تشناب کې غورځېدلې او مړه شوې او یا کوم بل چا وژلې او تښتېدلي دي.

تورن شهنواز همدا راز دا خبره هم کړې چې د هغه پلار 'ایاز امیر' یو سیاسي سړی دی نو له سیاسي پلوه د هغوی د کورنۍ د نوم‌بدۍ لپاره دا ډول دوسیه ورته جوړه شوې ده.‌

د یادولو ده چې د وژنې په دې قضیه کې د هغه پلار هم د پوښتنو ګروېږنو لپاره پولیسو دوه ورځې په توقیف کې ساتلی و خو وروسته د محکمې په پرېکړه خوشې کړای شو.

قاضي حسن عباس ویلي، د تورن کس مور ثمینه شاه هم په قضیه کې ښکېله وه خو د هغې رول یوازې همدومره و چې حقیقت یې پټ کړی و، نو ځکه یې خوشې کړې ده.

د وژل شوې مېرمنې مدافع وکیل ویلي چې د هغه د موکلې مړی عدلي طب ته د څېړنو لپاره سپارل شوی و چې پکې په ډاګه شوې وه، پر وژل کېدو یې ۱۲ نه ۲۴ ساعته تېر شوي، یعني سهار نه بلکې وختي مړه شوې.

دواړو په خوښه واده کړی و

د قضیې پلټونکو چارواکو ویلي چې شهنواز امیر او ساره انعام په خوښه واده سره کړی و.

د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پر ۲۲مه له کاناډا اسلام اباد ته تللې وه او هماغلته د ښځې مېړه تر منځ په څه خبره جنجال شوی و او وروسته یې مېړه پر وټس‌اپ د طلاق مسېج یا پیغام ورلېږلی و.

پولیسو د ورزش کولو هغه وزنداره اوسپنیز توکی یا 'دمبل' هم د پېښې په ځای کې موندلی چې شهواز خپله ښځه پرې وهلې وه.

د وژل کېدو پېښې خبر د دې مېرمنې خواښې یا د شهنواز مور پولیسو ته ورکړی و.

پولیس چې ورغلي وو نو شهنواز په یوه کوټه کې پټ شوی و خو وروسته یې په داسې حالت کې موندلی او نیولی و چې پر جامو یې د وینو داغونه وو. شهنواز په خپل بیان کې ویلي وو چې پر هغې یې تر لفظي شخړې وروسته د دمبل څو پرله پسې ګوزارونه وکړل او بیا یې د هغې مړی په تشناب کې پټ کړ.

ساره انعام څوک وه؟

بي‌بي‌سي د ساره انعام له خپلوانو او اشنایانو سره خبرې کړي او ورته په ډاګه شوې چې هغې په ۲۰۰۷ کې د کاناډا په یوه معتبر پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه زدکړې کړې وې.

په ۲۰۱۰ کې یې په ابوظبۍ کې په یوه خصوصي شرکت کې دنده موندلې وه او وروسته یې په ځینو نورو ادارو کې په لوړو بستونو کار کاوه چې د وژل کېدو تر مودې پکې بوخته وه.

یوې ملګرې یې ساره دناوي بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې هغه ډېره خواریکښه مېرمن وه، د خپل راتلونکي ښه کولو لپاره یې هلې ځلې کولې او یوازې د ځان نه بلکې د ګڼو نورو ملګرو او دوستانو د ژوند ښه کولو په برخه کې یې هم مرسته کوله.‌