پر اسراییل د حماس له برید وروسته د تېلو بیې لوړې شوې

تېل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د تېلو بیې د دې اندېښنې له لامله لوړې شوې چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ له روان تاوتریخوالي سره به ښايي په منځني ختیځ‌ کې د تېلو تولید ټکنی شي.

دوشنبه د برنت اوومه تېلو په هرې بوشکه کې دوه اعشاریه ۲۵ ډالره زیاتوالی راغی چې ورسره د یوه بېرل بیه څه کم ۸۷ ډالرو ته رسېدلې.

اسراییل او فلسطین د تېلو تولیدونکي نه دي خو شاوخوا پرته سیمه یې د نړۍ یو دریمه برخه اړتیا وړ تېل تولیدوي.

اسراییلو دوشنبه د متحدو ایالتونو د تېلو لوی شرکت شیورون ته امر وکړ چې د دغه هېواد شمالي سمندر غاړې ته نژدې د تامار طبیعي ګاز په ساحه کې تولید ودروي.

دا سیمه غزې تړانګې ته دومره نژدې ده چې د حماس توغندي ور رسېدای شي.

د اسراییلو د انرژۍ وزارت چې د تېرو ناکراریو پر مهال یې هم د ګازو د تولید دغه سرچینه تړلې، ویلي چې د اسراییلو د انرژۍ د اړتیاو بشپړولو لپاره له نورو سرچینو څخه کافي سونګ لري.

شیورون ویلي چې له هېواده بهر د اسراییلو ترټولو لوی تولیدوونکی شرکت، لیویتان، نورمال فعالیت ته دوام ورکوي.

د انرژۍ شنونکي ساول کاونیک بي بي سي ته وویل چې د تېلو نړیوال نرخونه د پراخې ګډوډۍ د احتمال له امله لوړ شوي چې ښایي د ایران او سعودي عربستان په څېر د تېلو نژدې لویو تولیدوونکو هېوادونو ته هم خپور شي.

ښاغلي کاونیک زیاته کړه "که شخړه ایران ته، چې د حماس د بریدونو په ملاتړ تورن دی، وغځېږي، د نړۍ تر ۳ سلنې پورې د تېلو اکمالات له خطر سره مخامخ دي."

تېل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د اجناسو لویې کارپوهې 'کارولین بین' د بي بي سي انګلیسي څانګې د نن ورځې خپرونې ته وویل چې ایران د امریکا له بندیزونو سره سره د روان کال په اوږدو کې د تېلو تولید زیات کړی دی.

هغې وویل، داسې ښکاري چې امریکا د ایران د تېلو تولید کې پر ثابت زیاتوالي سترګې پټې کړې، او دا به د امریکا لپاره خورا ستونزمنه وي چې له دې وروسته دې هم سترګې پرې پټې کړي.

اغلې بین وايي تمه لري په ټوله کې د کال په وروستیو دریو میاشتو کې د تیلو تقاضا تر عرضې ډیره وي او له دې سره به بیې لوړې ځي.

ښاغلی کاونیک بیا وايي چې د نړۍ د اکمالاتو پنځمه برخه به هله یرغمل شي چې که د تېلو سوداګرۍ په مهمه لار 'هرمز تنګي' کې ګډوډي رامنځته شي.

هرمز تنګی د خلیج سیمې د تېلو عمده صادروونکو لپاره، چې اقتصاد یې څه نا څه د تېلو او ګازو پر تولید ولاړ دی، خورا مهم دی.

ایران په دې تنګي کې لوی لاس لري او د خوندي ساتلو لپاره یې تل له عربي هېوادونو سره په تعامل کې وي.