تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د میانمار سایبري مرییتوب کمپ کې زما دوزخ'
- Author, سونېت پیریرا او ایساریا پرېتونګیام
- دنده, بي بي سي نيوز
خبرداری: په دې کیسه کې د جسمي او جنسي ځورونې جزییات شته، چې ښايي ځینو لوستونکو ته خوابدوونکي وي.
د یوه ګډونوال نوم بدل شوی او د هویت ساتلو لپاره یې موږ (راوي/رافي) نوم اخلو.
'راوي' تایلنډ ته په دې هیله سفر وکړ چې هلته له خپلې نوې مېرمنې سره غوره ژوند ولري.
پر ځای یې دغه ۲۴ کلن شريلنکايي ځوان د میانمار په ځنګلونو کې ایسار پاتې شو، له دې کبله وربړول شو چې د زرګونو په نښه کېدونکو شتمنو مجردو کسانو تېر ایستونکو عملیاتو کې یې له مرستې کولو ډډه وکړه، هغه عملیات چې (د مینې تېر ایستونکي عملیات) نوم وکړل شوی.
راوي کیسه کوي: "جامې یې رانه وایستلې او پر یوه څوکۍ یې کېنولم، لاسونو ته مې یې برېښنايي شارټونه وکړل. داسې مې وانګېرله چې دا به مې وروستۍ ورځ وي".
دی وايي: "له دې کبله مې ۱۶ ورځې په زندان کې تېرې کړې چې ما یې خبره ونه منله. یوازې په سګریټو او ایرو ککړې او بوینې اوبه یې راکولې".
دی وايي چې پنځه – شپږ ورځې ووسته یې دوه نجونې راوستلې او زما په مخ کې یې ډلهییز جنسي تېری پرې وکړ.
راوي وايي: "کله مې چې دا ولیدل، له ځان سره مې په وېره کې وویل: دا خلک به پر ما څه کارونه وکړي؟ یو څه شک مې زیات شو چې ښايي ما به ژوندی پرېږدي".
د ۲۰۲۳ اګسټ کې ملګرو ملتونو وویل چې څه باندې ۱۲۰ زره کسان چې ډېری یې د اسیايي هېوادونو دي، میانمار کې د تېر ایستلو مرکزونو کې – لکه راوي چې د یوه مرکز کیسه کوي - اجباري کار ته اړ شوي.
دغه ډول مرکزونو کې د نړۍ ګڼ هغه کارګر کډوال دي چې بهر ته د تللو په هوډ له خپلو کورونو راوتلي.
د شريلنکا چارواکي وايي، د میانمار په څلورو ځایونو کې یې خپل لږ تر لږه ۵۶ ایسار هېوادوال موندلي، خو میانمار کې د شريلنکا سفیر جانکا باندارا بي بي سي ته وویل، په وروستیو کې یې میانمار کې د چارواکو په مرسته له دغو کسانو څخه اته تنه وژغورل.
راوي یو له هغو کډوال و چې د ۳۷۰ زره روپیو (۱۲۰۰ ډالرو) ژمنه شوې تنخا په لټه کې له کوره وتلی او کډوال شوی.
راوي په کمپیوټر کې تخصص پیدا کړ. هغه ۲۵۰ زره روپۍ (۸۱۵ ډالره) پور واخیست چې ژمنه کوونکي تن ته یې ورکړي چې دده دنده یقیني کړي.
کله چې د ۲۰۲۳ لومړیو کې بنکاک ته ورسېد، سملاسي د تایلنډ لوېدیځ مای سوت ښآر ته واستول شو.
راوي وايي: "یوه هوټل ته یې بوتلم، خو ژر یې دوو وسله والو ته وسپارلم، دوی د سیندونو له لارې میانمار ته بوتلم".
وروسته یې میاوادي ته بوت؛ چې ځای درې کاله مخکې د پوځي نظام او د انقلاب مخالې ټلوالې د ځواکونو ترمنځ د جګړې مرکز و.
له هغه ځایه دوی یوه داسې کمپ ته بوتلل شول چې په چینايي ژبه غږېدونکي د ځینو جرمي ډلو مشران یې مدیریت مخته وړي، دا کمپ په لوړو دېوالونو او اغزنو مزیو کې ایسار ځای دی، وسله وال کسان یې دروازو کې څلرویشت ساعته ولاړ وي.
دی وايي: "موږ وېرېدلي وو. نژدې ۴۰ ځوانان او پېغلې په جبري ډول کمپ کې ساتل کېدل، چې د شريلنکا، پاکستان، هند، بنګله دېش او افریقايي هېوادونو وګړي پکې وو".
که څه هم په سوېل ختیځ اسیا کې د تېر ایستلو مرکزونه ډېر شوي، خو په میانمار کې یې ځانګړنه دا ده چې له برکته یې میلیاردونه ډالر د چین جرمي ډلو او د هغو وسله والو ډلو د مشرانو جیبونو ته لوېږي، چې په سرحدي ښارونو کې فعالیتونه لري.
د تېر ایستلو مرکز کې، تمرکز پر د مینې د تېر ایستلو پر عملیاتو وي. د ۲۰۲۳ د انټرنېټي جرمونو د فدرالي څېړنو مرکز یوه څېړنه کې راغلي چې په امریکا کې د باور اړوند او مینې اړوندو تېر ایستلو عملیاتو په اړه تر ۱۷،۰۰۰ ډېر شکایتونه شوي او د ټول ټال زیان کچه ۶۵۲ میلیون ډالره ده.
د راوي د خبرو له مخې، دا او نور کسان هره ورځ ۲۲ ساعته اجباري کار ته اړ کړل شوي وو او په میاشت کې یې یوازې یوه ورځ رخصتي ورکوله، له دوی غوښتل شوي وو چې د غلا شویو ټیلیفوني شمېرو کارولو او د مینې د اړیکو ټینګولو او خواله رسنیو له لارې شتمن کسان په نښه کړي، په تېره لوېدیځو هېوادونو کې.
دا کار له قربانيانو سره د مستقیمو اړیکو له لارې پیلېده، چې باور کېده لومړني د هرکلي پیغامونه په تېروتنه استول شوي.
راوي واييو ځینو دا پیغامونه ناګاره ګڼل، خو مجردانو او هغو چې تر ډېره به د جنسي اړیکو په لټه کې وو، په دې لومه کې نښتل.
بیا به په کمپ کې د پېغلو ډله ییز انځورونه ور استول کېدل چې لا یې ډېر وهڅوي.
په څو ورځو له سلګونو پیغامونو تللو راتللو وروسته به غولوونکو د قربانیانو باور ترلاسه کړ او دې ته به یې قانع کړل چې د انټرنېټ له لارې ډېره پانګونه وکړي.
بیا به دروغجنو کاریالانو د ګټې او پانګونې په اړه غلط او درواغ معلومات خپاره کړل.
راوي وايي: "که به یوه چا ۱۰۰ زره ډالر تاویل کړل، موږ به ۵۰ زره بېرته ور واستول او ورته ویل به مو چې دا یې ګټه ده او هغه ته به مو دا ذهنیت ورکاوه چې ګنې اوس ۱۵۰ زره ډالره لرې، خو په واقعیت کې همدا ۵۰ زره د ده د ورکړل شوي مبلغ نیمايي دي او نیمايي نور چې ۵۰ زره دي، له موږ سره پاتې کېدل".
کله به چې تېر اېستونکو ډېر شمېر قربانیان تېر ایستل او خپل کړل، د استولو او راستلو او د خواله رسنیو اکونټونه به ورک شول.
که چا به له لارښوونکو نافرماني او سرغړونه وکړه کله راوي چې دا کار وکړ، نو وهل کېدل او ربړول کېدل به.
خو د وتلو یوه لاره وه: کله به دې چې پیسو ورکولو پرېکړه وکړه.
یوه چا چې دا کار وکړ یو ۲۱ کلن ځوان نیل ویجې و، دی د هند له لوېدیځ مهارشتر ایالت و، میانمار ته له پنځو نورو هندیانو او دوو فیلیپینیو ښځو سره د ۲۰۲۲ اګسټ کې تښتول شوی و.
ویجې بي بي سي ته وویل، د مور یوه ملګري یې له ماشومتوبه د ۱۵۰ زره هندي روپیو (۱۸۰۰ ډالرو) په بدل کې د بنکاک د اړیکو په یوه مرکز کې له ده سره د دندې موندلو ژمنه کړې وه.
دغه هندی ځوان وايي: "ګڼ شرکتونه وو چې چینايي خبرې کوونکو یې چارې مخته وړلې، ټول غولوونکي وو. موږ همدغو شرکتونو ته وپلورل شوو".
دی زیاتوي: "کله چې هغه ځای ته یووړل شوو، هیله مو ختمه شوه. که مې مور پیسې نه وای ورکړې، د نورو په شان به شکنجه کېدلم".
د نیل ویجې کورنۍ جرمي ډلې ته ۶۰۰ زره هندي روپۍ (۷۱۹۰ ډالره) ورکړل چې زوی یې د غولولو چارو کې له ډډې کولو وروسته خوشی کړي.
له خوشي کېدو وروسته له هغه سره تایلنډي چارواکو هند ته په ستنېدو کې مرسته وکړه، هلته یې کورنۍ د هغو کسانو پر ضد قانوني اجرآت پیل کړل چې په هېواد کې د دغه ډول دندې ورکولو چارې مخته وړي.
خو راوي په میانمار کې شپږو میاشتو کې له یوې جرمي ډلې بلې ته سپارل کېده.
بالاخره زندان کې د یوې ډلې له مشر سره یې شخړه شوه.
دی وايي: "ورته ومې ویل چې خلک نه شم تېر ایستلی. که څه هم پیسې نه لرم، خو د یوه بل انسان د پیسو لوټلو احساس کوم".
زیاتوي: "یواې دا مفکوره زما د ستر رواني کړاو او ځور لامل شوه".
په پای کې، د چیني جرمي ډلې مشر راوي ته یو ځل بیا د کار (وروستی فرصت) ورکړ، ده ته په کمپیوټري پروګرامونو کې د تجربې له مخې فرصت.
دی وايي: "ما بل غوراوی نه لاره؛ هغه وخت مې نیمايي بدن شل شوی و".
د څلورو نورو میاشتو لپاره، راوي د VPN او د مصنوعي ځیرکتیا د نورو کاریالونو او درې ګوټیزو وېډیويي کامرو په مټ د فېسبوک اکونټونه کنټرولول.
په ورته وخت کې، راوي زارۍ وکړې چې شریلنکا کې د خپلې ناروغې مور لیدو لپاره د سفر اجازه ورکړي.
د ډلې مشر په دې شرط د هغه د خوشي کول ومنل چې ۶۰۰ زره روپۍ (۲۰۰۰ ډالره) ناغه او ۲۰۰ زره روپۍ (۶۵۰ ډالره) اضافي مبلغ به ورکوي چې د سیند له لارې یې تېر او تایلنډ ته ورسوي.
مور او پلار یې بله چاره نه لرله، پیسې یې پور کړې، خپل کور یې ګرو کړ او هغه ته یې پیسې واستولې چې راوي مای سوت ښار ته راستون شي.
په هوايي ډګر کې، د دخولي وېزې نه لرلو له کبله له ۲۰ زره تایلنډي باهټ جریمې ورکولو سره مخامخ شو، مور او پلار یې بیا پور اخیستو ته اړ شول.
دی وايي: "کله چې شریلنکا ته ورسېدم، باید ۱،۸۵۰،۰۰۰ روپۍ (۶۱۰۰ ډالر) پور کړې پیسې مې ورکړې وای".
هغه اوس ښايي کور ته راستون شوی وي، خو خپله نوې ناوې په سختۍ سره ګوري.
هغه په خواشینۍ سره وویل: "زه شپه او ورځ په ګراج کې کار کوم، چې دغه پور ادا کړم. موږ د خپل واده دواړه ګوتمۍ د ګټې پرې کولو لپاره ګرو کړې".