|
کرزي د وکيلانو پر مړينې درې ورځنى ماتم اعلان کړ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزى د خبريالانو په وړاندې راښکاره شواوپه بغلان کې د ولسي جرگې پر غړو شوى بريد يې په کلکه وغانده. دى دنورو ورځو په پرتله ډيرخواشينى بريښيده اووېويل چې پلټنې يې پيل کړي دي چې د بريد ترسره کوونکي څرگند کړي. ده وويل له کابل څخه د پوليسو ځانگړې ډلې د پيښې سيمې ته ورغلي دي چې څيړنې بشپړې کړي. ولسمشر د پروني بريد له امله يې د ولسي جرگې د استازو، د ښونځيو د زده کونکو، ښونکو او قومي مشرانو د مړينې په وير کې يې درې ورځينى ماتم اعلان کړ. افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې په دې پيښه کې ٤١ تنه وژل شوي دي چې ٦ يې د ولسي جرگې غړي دي. په دې بريد کې نژدې ١٠٠ تنه نور ټپيان شوي هم دي. حامد کرزي وويل چې د ملي ماتم په لړ کې به د افغانستان جنډه په هيواد کې دننه او بهر نيمه ځوړنده وي. افغان ولسمشر په بريد کې د ولسي جرگي د وژل شو او ژوبل شوغړو نومونه يو په بل پسي ياد کړل. ده دافغانستان د پارلمان د اقتصادي جرگه گۍ د مشرنوم واخيست او د سوداگرۍ پخوانى وزير مصطفى کاظمي يې يو مجاهد او د ولس خدمتگار وباله. که څه هم افغان ولسمشر د دې بريد په تړاوو د پړې گوته کومې ځانگړې ډلې يا شخص ته ونه نيوله خودغه پيښه يي د خپل هيواد د دښمنانو کار وباله. ده وويل افغان ولس له هغه څه لوړ دى چې د هيواد دښمنان يې په اړه فکر کوي. کرزي د پارلمان د وژل شو غړو اوپه پيښه کې د عادي افغانانو د دجنازې د مراسمو د ترسره کولودبهير مشري دپارلمان په چارو کې افغان وزير ډاکټر فاروق وردک ته وسپارله. ولسمشر دملي جرگې د هغې پريکړې ننگه وکړه چې وايي وژل شوي استازې دې دولسي جرگې ودانۍ ته څيرمه خاورو ته وسپارل شي. خو دا لا روښانه نه ده چې د وژل شو وکيلانو کورنۍ دولسي جرگې پريکړې ته غاړه ږدي کنه؟ دا په تېرو شپږو کلونو کې دحامد کرزي پرواکمنۍ چې د لويديځ له بشپړملاتړ څخه برخمنه ده تر ټولو مرگونى گوزار بلل کيږي. | ورسره تړلي نور خبرونه د بغلان چاودنې د ولسي جرگې غړي او نور خلک وژلي06 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||