BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:33 گرينويچ 2007 ,02 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان:کوچيانوته١٢ ښارگوټي جوړيږي

کوچيان
شنونکي په دې باور دي چې دکوچيانو د ستونزو د حل يوازېنۍ لاره د هغوي لپاره د کورونو جوړول او ځاى پر ځاى کول .
افغان حکومت په پلان کې لري چي د کوچيانو د مېشتولو لپاره د افغانستان په بيلا بيلو سېمو کي ١٢ ښارگوټي جوړ کړي .

د قومونو او قبايلو په چاروکې د ولسمشر سلاکار وحيد الله سباون يوې خبرې ناستې ته وويل چې هر ښار گوټى به د لس زره کورونو وړتيا ولري .

د کو چيانو لپاره دغه ځانگړي شوي ښار گوټي به پاکې اوبه ، ښونځي ، کلنيکونه او نور ښاري خدمات ولري .

دعبدالمالک عاصم رپوټ

افغان حکومت په داسې حال کې د کو چيانو د مېشتولو خبره توده کړه چې په دې وروستيو کې د مېدان وردگو ولايت د بهسودو په سيمه کې د کوچيانو او سيمه ييزو اوسيدونکو ترمنځ د ځمکو او څړ ځايونو پر سر وسله والې نښتې وشوې .

شنونکي په دې باور دي چې دکوچيانو د ستونزو د حل يوازېنۍ لاره د هغوي لپاره د کورونو جوړول او ځاى پر ځاى کول .

د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وحيد الله سباون چې د کو چيانو د ستونزو دحل دکميسيون چارې هم ور سپارل شوي وايي د ولسمشر په فرمان او دافغان پارلما ن په سلا سره به هندوکش دواړو غاړو ته د کوچيانو لپاره ١٢ ښارگوټي جوړ کړي .

دغه ښارگوټي به پر ښونځيو ، روغتيايي مرکزونو ، سوداگريزو مارکيټونو او پاکو اوبو سر بېره د کو چيانو د څارويو د ساتلو ځانگړي سيمې هم ولري .

ښاغلى سباون وايي چې تر نيمايي کم کوچيان ميشتيدلو ته تيار دي .

دغه ښار گوټي به د دولتي بودجې له لارې د ښاري پراختيا وزارت جوړوي چې په لسگونو زره کوچي کورنۍ به پکې ځاى پر ځاى شي .

دغه کورونه به د پور په ډول کوچيانو ته سپارل کيږي چې ټاکل شوې په څو پړاونو کې پيسې ځينې واخيستل شي .

تر دې مهاله ددغو ښارگوټو ځانگړې سيمې نه دي ښول شوي او نه ده معلومه چې کله به يې د جوړولو او ويشلو کارونه پيل کړي .

خو دا په افغانستان کې د کو چيانو د ميشتېدو داوږد مهالي حل لپاره هغه لومړني گامونه بلل کيږي چې د ډېرو په باور د ستونزو دمخنيوي په موخه يې بايد دعملي کولو چارې گړندۍ شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت