|
چارواکي:بمباريودطالبانو په گډون٨٨ تنه وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په دوه بيلابيلو ولايتونو اورزګان اوهلمند كې دنړيوالو ځواكونو دبمباريو له كبله دنژدې سلو كسانو دوژل كېدو راپورونه ترلاسه شودي . ځايي خلك دعوا كوي چې وژل شوي كسان ټول ملكي وګړي دي خو افغان چارواكي يې ترنيمايي ډير وسله وال طالبان بولي . په روانه اونۍ كې دادريم ځل دى چې دنړيوالوځواكونو په بمباريو كې ملكي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې ده . ميرويس افغان له كندهار څخه رپوټ راكوي . سهار وختي پرله پسې ټليفونونو له خوب څخه راويښ كړم. ټليفون دهلمندولايت دګريشك ولسوالۍ ديوداسي كس وو چې په زوره زوره يې ژړل او ويل يې چې ناټو ځواكونو يې په بمباريو كې كور ورسپېره كړ. ده ناټو ځواكونو او افغان ولسمشر حامد كرزي ته ښېراوې كولې او ويل يې چې ناټوځواكونه دطالبانو پرځاى ملكي خلګ وژني دغه كس دمرګ ژوبلي دقيقه شمېره نه ښوله خو په زوره زوره يې ژړل . ډېرى نورو ورته كسانو هم دغه ډول خبري كولې. ځايي اوسېدونكو ټول وژل شوي ٤١ كسان بلل او ويل يې چې ډېره برخه يې ښځې او ماشومان دي . دګريشك ولسوال حاجي عبدالمناف بي،بي،سي ته وويل چې ټول ٨٨ كسان وژل شوي چې ٢٨ يې ملكي وګړي او پنځوس يې وسله وال طالبان دي . ولسوال وويل چې پېښه دګريشك د ميرمندو په سيمه كې وشوه اوعام وګړي هغه مهال بمباري شول چې دجګړې څخه خوندي سيمو ته تلل . خو دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي دافغان چارواكو داخبره رد کړه او وويل چې چارواكي تل وژل شوي ملكي كسان طالبان بولي. هاخواداروزګان دچارچينو ولسوالۍ د يخدان له سيمې هم ډېرى كسان دټليفون پر ليكه دادعوا كوي چې تېره شپه دناټو ځواكونو دبمباريو په ترڅ كې١٥ ملكي كسان وژل شوي او نهه كسان نور ټپيان دي. خو داروزګان ولايت دامنيې قومندان محمد قاسم په دغه پېښه ځان ناخبره وښود . په دې وروستيو كې په ټولوسوېل لوېديځوولايتونو او په ځانګړې توګه په هلمندكې جنګ جګړې خورا ډېري شوي دي. خو ډېرى قربانيان يې ملكي وګړي وي . اوس داسې ورځ نه وي چې دهلمند ديوې نه يوې برخې څخه دجنګ جګړې چاودنې يا بمبارۍ راپور نشي ترلاسه . خو ځايي كارپوهان وايي چې ناټو په هرډګر كې له درنو وسلو اوپوځي الوتكو څخه كار اخلي ځكه ډېره مرګ ژوبله ولسي اوسېدونكوته وراوړي . په روانه اونۍ كې دادريم ځل دى چې د بمبارىو په ترڅ کې دهلمند د موسى كلا، سنګين او ګريشك په ولسواليوكې عام وګړي وژل كېږي . افغان ولسمشر حامد كرزي لاله وړاندي ويلي وو چې نور به ناټو عام افغانان نه وژني خو دبمباريو سلسله لااوس هم روانه ده. | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي23 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||