BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:13 گرينويچ 2007 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اريانا:الوتنې مود مخکښ په څيروړاندې ځي

اريانا الوتکه
داريانا چارواکي وايي ددغې ادارې ټول سيستم ته يې له سره کتنه پيل کړيده چې وکولى شي ددوى په وينا لا هم د نورو هوايي شرکتونو ترمنځ مخکښ رول ولري .
افغان چارواکې وايي نوي فعاليدونکي هوايي شرکتونه داريانا افغان هوايي شرکت ته ماتې نشي ورکولى .

دا مهال په افغانستان کې ٦ هوايي شرکتونو د فعاليت اجازه تر لاسه کړي چې داريانا په خواکې ٢ نورو هم الوتنې پيل کړيدي .

پر دې سربېره افغان کابيني پريکړه کړې چې په افغانستان کې به نورو هوايي شرکتونو ته هم دکار اجازه ورکړي.

داسې ويل کيږي چې دا مهال ٢ فعالو خصوصي شوکتونو اريانا دمسافرو په لېږد را ليږد کې گواښ پيښ کړى .

خو داريانا چارواکي دا خبره نه مني اوله ور رسيدلو زيانونو سره سره په ټولو کې ځان مخکښ بولي .


عبدالمالک عاصم داريانا او نورو شرکتونو سيالى ته کتنه کړيده

سره له دې چې د اريانا افغان هوايي شرکت وايي په افغانستان کې دفعالو هوايي شرکتونو په منځ کې تر ټولو مخکې دى او ډېر مساپر لري .

خو ويل کيږي چې نويو خصوصي هوايي شرکتونو له يو لړ ننگونو او انديښنو سره مخامخ کړيدي .

داريانا چارواکي وايي ددغې ادارې ټول سيستم ته يې له سره کتنه پيل کړيده چې وکولى شي ددوى په وينا لا هم د نورو هوايي شرکتونو ترمنځ مخکښ رول ولري .

دکابل په هوايي ډگر کې له دوبي څو راغلو مساپرو راته وويل چې له دې کبله داريانا په الوتکه کې کابل ته را غلل چې دولتي دي او گټه يې دولت ته رسيږي او تر نورو سابقه او ښه نوم لري .

داريانا افغان هوايي شرکت پپيلوټ معين خان وردگ هم ددغه شرکت تاريخ او پخوانيو کړنو ته په کتو سره وايي چې دوى تر دې گړۍ له خپلو سيالانو مخکې دى .

ده وويل :

(( اوس هم اريانا په اول ځاى کې ده او اريانا په گټه روانه ده . دخلکو په منځ کې ښه نوم لري .
کومې الوتنې چې کوو زموږ په الوتکو کې ځاى نه وي .))

د اريانا مهم سيال دکام ايير شرکت له شاوخوا 5 کلونو راپديخوا په کور دننه او بهر الوتنې لري .
ددغه شرکت مشر زمرى کا مگار داريانا سره ځان پرتله نکړ خو ديوڅه زيان ديادولو سره سره يې وويل چې په ځينو برخو کې پوره مسافر لري .

((له کابله دوبۍ او له دوبيه کابل ته دوه الوتنې لرو.

اريانا الوتکه
 داريانا او نورو هوايي شرکتونو تر منځ يو مهم توپير دادى چې داريانا الوتکې په کور دننه او بهر د نورو په پرتله ډېرو ښارونو ته الوتنې کوي
چارواکي

تر يوې ماشتې پورې له دوبيه کابل ته ځاى نه لرو .

ځکه دا وخت کابل ته ډېر مساپر راځي او زموږ دواړه الوتکې ډکې دي.

له هغه وروسته بيا له دې خوا بېرته ځي چې زموږ په الوتکو کې ځاى نه وي. خو په لومړيو کلونوکې مو ډېر زيان وکړ.

اوس يوازې د دوبۍ او هند په الوتنو کې گټه کوو ، خو په لومړيو کلونو کې مو په ميليونو ډالره زيان وکړ.))

داريانا او نورو هوايي شرکتونو تر منځ يو مهم توپير دادى چې داريانا الوتکې په کور دننه او بهر د نورو په پرتله ډېرو ښارونو ته الوتنې کوي چې ويل کيږي دايې دمخکښوالي ښه بيلگه ده .

خو دکابل دهوايي ډگر مر ستيال عنايت الله صديقي چې له نژدې د دواړو هوايي شرکتونو له تلونکو او راتلونکو مسافرو سره سر او کار لري وايي چې د کام ايير شرکت مساپر تر اريانا زيات دي .

ښاغلي صديقي وويل :

(( دکام ايير تنظيم تر اريانا ښه دى نو ځکه يې مسافر زيات دي .))

دا مهال پر کام ايير سر بيره ٤ نورو هوايي شرکتونو هم د فعاليت اجازه ترلاسه کړې چې ويل کيږي د اريانا دغه مخکښ رول به له ننگونې سره مخامخ کړي .

خو داريانا افغان هوايي شرکت مشر ذ بيح الله عصمتي وايي د کا م ايير او پا مير د شرکتونو د فعاليت سره سره ددوى مساپر او بار زيات وي .

د اريانا مشر وويل :

(( زه يې هره ورځ گورم . مثلا کابل دوبۍ ١٣٠ مساپر لرو چې ٢ څوکۍ يې خالي دي .

په داسې حال کې چې کا م ايير په دوه الوتنو کې ٩٣ مسا فر لري .

همدارنگه په نورو لينونو کې هم زموږ مسافر تر نورو زيات وي ))

خو له دې ټولو سره سره

دارياناخدمه
اريانا په تېرو څو کلونو کې شا وخوا سل ميليون ډالره زيان واوښت چې لامل يې د ښه وړ مدېريت او ادارې نشتوالي ښول کيږى .
چارواکي
اريانا په تېرو څو کلونو کې شا وخوا سل ميليون ډالره زيان واوښت چې لامل يې د ښه وړ مدېريت او ادارې نشتوالي ښول کيږى .

سره له دې چې په دې وروستيو کې داريانا مشر نوى شوى او په خپله ادعا کوي چې دکال تر پا يه به دغه شرکت په پښو ودروي .

خو دافغانستان د ترانسپورټ وزير نعمت الله احسان جا ويد د نويو هوايي شرکتونو په فعالېدو سره انديښنه ښيي چې اريانا به نوره هم له ماتې سره مخا مخ شي .

وزير وايي :

(( اريانا چې زه پوهيږم وړتيا يې کمه ده کام ايير تر اريانا زيات مساپر لري .

که صافي ايير لين خپل کار پيل کړي نو تر ټولو به زيات مسا فر ولري .

ځکه امکا نات يې زيات دي . نو که نوي شرکتونه فعال شي نو اريانا به نور هم شاته ولوييږي .))

نويو شرکتونو ته په دې موخه د کار جواز ليکونه ورکول شوي چې سيالي رامنځ ته او ښه خدمات تر سره شي .

خو دافغانستان د سوداگرۍ او صنايعو دخونو سلاکار حميدا لله قادري اوسني حالات ددې وړ نه بولي چې دغه هواي شرکتونه دې په خپلو منځونو کې سالمه سيالي او ښه گټه وکړي.

ښاغلى قادري وايي :

(( زه ددې مخالف يم چې په يوه وخت کې زياتو هوايي شرکتونو ته ليسنس ورکول شي .

دغه کار منفي سيالي رامنځ ته کوي . مار کيټ او بازار مطالعه شوى وى بيا نويو شرکتونو ته ليسنس ورکول شوى وى .

اوس ټول مجبور ه کيږي او دما ر کېټ د موندلو لپاره خدمات کمزوري کوي او يا قيمتونه کموي .))

سره له دې چې ځينې خلک د هوايي شرکتونو زياتېدل داريانا په زيان بولي ،ددولتي هوايي شرکت اريانا مشر د سيالۍ د با يللو پر ځاى په هوايي ډ گر کې د الوتکو د ناستي او پورته کېدو د ځاى له تنگوالي سرټکوي .

دى وايي :

(( موږ دنويو شرکتونو له راتلو داسې ويره نه لرو چې زموږ مسافر به کم شي ، خو په هوايي ډگر کې ځاى همدا اوس هم تنگ دى نو که نوې الوتکې ورته راځي نو ځاى نه لري .نو بې له مطالعې دغه پريکړه شويده .))

دغه اندېښنې او پوښتنې مو دترانسپورټ د وزير ښاغلي جاويد مخې ته کيښودې .ده داسې وويل :

(( زه په خپله له دې کار سره مخالف وم او کابېنې ته مې وويل چې دم گړى دکابل هوايي ډگر د زياتو الوتکو وړتيا نه لري .

خو نورو سکتوري او اقتصادي وزيرانو وويل انحصار بايد نه وي ، نورو ته هم بايد دفعاليت اجازه ورکول شي .

کوم چې سيالي ونشي کړى په خپله نا کا ميږي . خو په خواشينۍ سره چې زما نظر ونه منل شو .))

د ځېنو په باور د بازار دارزونې پرته هوايي شرکتونو ته ليسنسونه ورکول شوي دي .

ښاغلى عصمتي د نوم له ښولو پرته د اريانا څخه بهر د يوې ډلې څخه سر وټکاو چې گواکې د اريانا د ماتې او له منځه تللو په لټه کې ده .

ده ادعا وکړه چې يوه مافيايي ډله يې مخالفت کوي :

(( اوس داريانا نه بهر يوه بله ما فيايي ډلې داريانا په وړاندې نا مشروع سيالي کوي .

او اريانا ته ضربه ورکوي . په دې کې د يو شمير دولتي عناصرو او نورو شرکتونو لاس شته . دا ډېره خطر نا که ډله ده . ))

ښاغلي عصمتي يادونه وکړه چې يو شمير پيلوټان يې د کام ايير شرکت په لوړ معاش بيولي چې ده ناوړه سيالي وبلله .

خو دکام ايير شرکت مشر زمرى کامگار وايي هيڅکله يې داريانا فعال پيلوټان نه دي جذب کړي .

ښاغلى کامگار وايي په نژدې راتلونکې کې به دنويو الوتکو په مټ دافغانستان په دننه د هرات او مزار شريف سر بېره څو نورو ولايتونو ته هم داريانا په څېر الوتنې پيل کړي.

ويل کيږي چې دنويو هوايي شرکتونو په فعاليدو سره هر يو هڅه کوي نويو سيمو ته الوتنې وکړي او په خپلو خدماتو کې ښه والى را ولي خو دا به وروسته څرگنده شي چې د افغانستان په هوايي ترانسپورټ کې به د اريانا ځاى چېرته وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت