BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:38 گرينويچ 2007 ,12 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ارياناالوتنه:موږهرکال ميليونو ډالرگټو
اريانا
په تېرو څه باندې ٥٠ کلونو کې دغه دولتي هوايي شرکت په يوازې سر په افغانستان کې ملکي هوايي خدماتي چارې تر سره کړيدي چې د ډيرو لوړو او ژورو سره مخ شويدي.
په افغانستان کې د اريانا افغان هوايي شرکت چارواکي وايي د روان کال تر پايه به دغه شرکت بېرته په پښو ودروي .

وړاندې چارواکو ويلي و چې دغه شرکت د ماتېدو په حال کې دى .

داريانا نوى مشر ذبيح الله عصمتي وايي شرکت يې له خپلسريو ژغورلى او دده په وينا چې په دغه اداره کې له شته ما فيايي ډلگى سره يې مبارزه سخته کړې ده.

دا چې داريانا د شرکت الوتکې څه ډول دي ، په څو مره وخت کې به دغه شرکت په پښو ودريږي ،د نورو هوايي شرکتونو سره د سيالى جوگه دى که نه ؟او خصوصي کول يې گټه لري که زيان هغه موضوعگانې دي چې په دې ځانگړي راپور کې به يې ولولئ :

عبدالمالک عاصم دغه پروگرام جوړ کړى دى

د اريا نا افغان هوايي شرکت د بيا را ژوندي کېدو خبره پر داسې مهال کيږي چې دا وخت دغه شرکت په ميليونو ډالره پوره وړى دى .

چارواکي وايي چې په تېروپنځه کلونو کې دغه شرکت شا وخوا سل ميليون ډالره زيان کړيدى چې نژدې نېمايي اوس هم په اريا نا باندې پاتې دي .

داريانا نوى مشر ذبيح الله عصمتي وايي د پورونو دموضوع دحل هڅې يې پيل کړيدي . ده راسره په يوې ځانگړې مرکه کې خبرې کولې :

(( يوه ادعا په محکمه شوې وه ٩ ميليون وه چې تفاهم په ٢ ميليون وشو . د بوينگ نه پوره وړې و .
د بېمې، د هوايي ډگرونوکرايي ، دتيلو ، پارکېنگ او ((ماشينونو))يا اېنجنز دجوړولو پوره وړي و.
په ٣ مياشتو کې يو ميليون ډالره عايد شا وخوا ٧ ميليون ډالره ته رسيدلي .))

په تېرو څه باندې ٥٠ کلونو کې دغه دولتي هوايي شرکت په يوازې سر په افغانستان کې ملکي هوايي خدماتي چارې تر سره کړيدي چې د ډيرو لوړو او ژورو سره مخ شويدي.

پيلوټ معين خان وردگ چې په اريا نا شرکت کې يې د ٢٣ کلن کار په ترڅ کې څه باندې ١٢ زره ساعته الوتنې کړي وايي چې د وړ مدېرت د نشتوالي له کبله د غه شرکت دمرگ پولې ته رسېدلى و.

 اريانا په تور ليست کې نه ده . اروپايان زموږ دهوايي ډگر په اړه اندېښنې لري .
ذبيح الله عصمتي

(( د اريانا يوه پخوانۍ اداره په چارټر يا کرايي نيولو تکيه وکړه ، بل مشر بوينگ ته مخه وکړه چې په دغه موده کې اريانا ته دروند زيان واوښت .))

څو مياشتې وړاندې لوړ پوړو دولتي چارواکو چې د ترانسپورټ وزير نعمت الله احسان جاويد هم پکې شامل وو داريانا افغان هوايي شرکت دماتې خوړلو موضوع ته اشاره وکړه .

خوددغه شرکت يو پخواني کار کونکي بشير بيژن اوس هم ويره وښوده چې که حالات همداسې روان وي نو اريانا به نور زيان هم وکړي .

(( اريانا په دغه موده کې سل ميليونه زيان کړى دى . تر کومه چې زه تجربه لرم که اريانا همداسې روانه وي په ٥ کلونو کې به ٥ سوه ميليون ډالره نور زيان هم وکړي ))

اداري فساد ، دغير مسلکي کسانو واک ، او په لويه کې د ضعيف مدېريت شته والى د ډېرو په باور د ارېانا افغان هوايي شرکت دماتېدو مهم لاملونه ښول کيږي چې د اد عاله مخې د تيرو ادارو پر وخت دناسم پلان له کبله دغه شرکت ته دروند زيان اوښتى دى .

دافغانستان د سوداگرۍ او صنايعو د خونو سلاکار حميد الله قادري چې ولسمشر د اريانا د شرکت د ارزولو دنده ور سپارلي وه وايي دنوې رهبرۍ د راتلو سره داريانا وضيعت په ښه کېدو دى .

(( په اريانا کې نوى کو ښښ پيل شوى، نوي هڅې د ښه والي ښکاره شويدي چې د خدماتو په گډون يې مدېريت ته لاس اچولى .))

په اريانا کې څه باندې ١٧ سوه کسان کارکوي چې ويل کيږي پړسېدلى تشکيل دى او ددغې ادارې لگښت يې لوړ کړى .

د اريانا افغان هوايي شرکت مشر وايي که يې په کارونو کې لاس وهنه ونشي ژمنه کوي چې د کال تر پايه به بېرته اريا نا راژوندۍ کړي .

اريانالوتکې
 اريانا الوتکې په نړيوال سټنډرډ برابرې دي . زړې نه دي .
ذبيح الله عصمتي

(( که زما په کارونو کې لاس وهنه ونشي نو دکال تر پايه به اريانا په پښو ودريږي .
په اريانا فشار دى . هر يو راته واسطه راوړي چې دا مقرر کړه او دا مقرر کړه .))

څو ځلې چارواکو داخبره کړيده چې د اريانا افغان په هوايي شرکت کې يوه مافيايي کړۍ شتون لري چې ويل کيږي اريانا يې د شخصي گټو ښکار کړه .

د ښاغلي عصمتي په باور اوس ددغې کړۍ ريښې د پريکولو په حال کې دى . ده وويل :

(( دغه ډله اوس نا توانه شوې خو دوى منفي تبليغات کوي . ځکه دوى خپلې منفې منافع له لاسه ورکړي .

دوى له هرڅه نه غلا کوله . موږ چې مطالعه وکړه شا وخوا ٥٠ ميليون ډالره په يوه او بل ډول اخوا او دېخوا انتقال شوي او س مو ږ هڅې کوو دغه پيسې بېرته تر لاسه کړو.))

ويل کيږي چې دغې کړۍ چې داريا نا چارواکي ورته ما فيا وايي ددغه شرکت په بهرنيو او کورنيو ادارو کې ځاى پر ځاى شوي او اداره يې له ستونزو سره خامخ کړيده.

د سوداگرۍ او صنايعو د خونو سلاکار حميد الله قادري وايي چې په منجمنټ او پلان جوړولو سربېره د اريانا شرکت بايد دزيان دمخنيوي او دکورنيو الوتنو لپاره وړې الوتکې واخلي چې دکمو مسافرو د وړلو او دکمو تيلو مصرف ولري .

د بېمې، د هوايي ډگرونوکرايي ، دتيلو ، پارکېنگ او ((ماشينونو))يا اېنجنز دجوړولو پوره وړي و.په هرو درې مياشتو کې ٧ ميليونه عايد لرو .
ذبيح الله عصمتي

د ښاغلي قادري په باور چارواکي پخپلود اريانا ددرولو لپاره ددغه شرکت ټولو اړخونو ته پام وکړي.

د الوتکو د زوړ والي خبره دخلکو په منځ مشهوره شوې خو داريانا دمشر په گډون پيلوټ معين خان وردگ هم دا خبره نه مني او وايي چې الوتکې يې په نړيوال معيار برابرې دي .

((د نړيوال هوايي ملکي چلند ليسنس لرو . په بلجيم کې هم ١٦ دغه الوتکې چې مو ږ يوه لرو فعالې وې . نو زموږ الوتکې زړې نه دي .))

د الوتکو دنويو کولو او ددې نيوکې دله منځه وړلو لپاره چې اريانا دکورنيو الوتنو لپاره چې کم مسافر لري بايد وړې الوتکې را ونيسي دمالي وزارت مرستيال وايي دم گړى دا کار امکان نه لري .

(( او ل بايد دغه اداره گټه وکړي او خپل سيستم جوړ کړي وروسته به د الوتکو په اخېستو فکر وکړو.))

خو ښاغلى عصمتي وايي که حکومت غواړي چې اريانا دې په پښو ودريږي بايد خپلې ژمنې پوره کړي چې د الوتکو اخيستل پکې راځي .

تېر څو کلونه داريانا لپاره تر ټولو زيانمنيدونکي کلونه وچې تېرکال اروپايي هېوادونو ددې لپاره چې د اريانا شرکت الوتکې زړې دي او لازم شرايط نه لري دغه الوتکې په تور ليست کې شاملې کړي .

يو ځل بيا پيلوټ کپتان معين خان وردگ. خبرې چې وايي(( د تورليست د لايل تخنيکي ستونزو ته نه رسيدل وو))

خو د اريانا مشر وايي دغه شرکت په تور ليست کې نه بلکې د هوايي چلند اداره او چارې په دغه ليست کې شاملې شوې چې د اداري ضعف د شته والي له کبله يې زيان اريانا ته ورسېده.

(( اريانا په تور ليست کې نه ده . اروپايان زموږ دهوايي ډگر په اړه اندېښنې لري .
مو ږ چې اوس اروپا ته د تلو غوښتنه وکړه هغو وويل چې په انقره کې بايد د اريانا الوتکې چک او بيا فرانگفورت ته ولاړې شي .))

خو دترانسپورټ وزير نعمت الله احسان جاويد وايي دوى نه بلکې اريانا د زړو الوتکو دشته والي له کبله داروپا په تور ليست کې شامله شوه .

د اريانا نوى مشر وايي نوى بزنس پلان يې جوړ کړى او په ټولو برخو کې د خپلو کار کونکو سره په گډه تصميم نيسي او وروستۍ پريکړه کوي .

په تېرو څو کلونو کې ددغې ادارې ټولو مشرانو په پيل کې د ورته پلانونو خبرې کړي او هڅه يې کړې چې دغه اداره گټه وکړي ، خو اوس ويل کيږي چې ټول پخپل وار له ماتې سره مخا مخ شويدي .

له دې ټولو سره سره داريانا لپاره اوس مهمه ننگونه د څو نويو شرکتونو فعاليت دي چې ويل کيږي د اريانا انحصاري رول ته به د پاى ټکى کيږدي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت