د زلمي خلیلزاد پرضد د پیسو مینځلو تور

د عکس سرچینه، AP
اتریشي چارواکي په افغانستان او عراق کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د پیسو مینځلو د یوې قضیې پر څېړلو بوخت دي.
د ځینو رسنیو د راپور له مخې، ښاغلی خلیلزاد د خپلې مېرمنې د بانکي حساب له لارې په ویانا کې د پیسو په مینځلو تورن شوی دی.
د (پروفایل) په نامه د اتریشي مجلې د راپور له مخې، ښاغلي خلیلزاد د خپلې مېرمنې د بانکي حساب له لارې ۱.۴ میلیون ډالر لېږدولي دي.
د راپور پربنسټ، دغه پیسې په عراق او متحده عربي اماراتو کې د ځینو شرکتونو د فعالیتونو اړوندې دي.
ښاغلی خلیلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۷ پورې لومړی په افغانستان کې د امریکا سفیر او بیا په عراق کې د امریکا سفیر و.
د پروفایل مجلې لاس ته د محکمې د ورغلو اسنادو پربنسټ، اتریشي چارواکو د خلیلزاد د امریکايي مېرمنې شرل بنارد اړوند حساب بند کړی دی.
د آغلې بنارد مدافع وکیل هولګر بیلز ویلي، امریکايي چارواکو تر اوسه د هغه د موکلې پر وړاندې کوم "څرګند مدارک او شواهد" نه دي وړاندې کړي.
پروفایل مجلې ویلي، دغه قضايي اسناد یې د ۲۰۱۳ په مې میاشت کې ترلاسه کړي.
شرل بنارد د ټولنیزو چارو یوه کارپوهه او لیکواله ده، چې د امریکا او اتریش دوه ګوني تابعیتونه لري.








