افغانستان جګړه او سوله د کارتون جوړونکي له نظره

د عکس سرچینه، Other
د اورپکو بړوستوب، ظالم جنګسالارن او اوتر رایه ورکونکي د محمد عرفاني د انځورونو موضوع ګانې دي.
د کابل په فرانسوي انسټیټوت کې د محمد عرفاني د کارتونونو نندارتون ښیي چې د بیان د ازادۍ په اړه د اندېښنو سربیره افغانستان کې سیاسي طنز ژوندی دی.
کله چې زه دغه نندارتون ته ورغلم، نو یواځې یو څو ځوانان مې ولیدل چې د انځورونو لیدلو ته راغلي وو.
ښاغلی عرفاني د خپلو انځورونو مشهوره کولو په اړه زړه نا زړه دی ځکه وېره لري چې انځورونه یې بند نه شي. دغه نندارتون (جګړه / سوله) نومول شوې ده.
ښاغلي عرفاني ما ته وویل "خپلو انځورونو ته مې دغه نوم ځکه غوره کړی چې دا په ډیر ښه ډول د افغانستان حقیقت بیانوي".
هغه وايي "کله کله خلک زما د کار په معنا نه پوهیږي، ځینې خلک زما له کاره غلط مطلب اخلي. ما ته مهمه دا ده چې خلکو ته خپل پیام په سم ډول ورسوم"

د عکس سرچینه، Other

د عکس سرچینه، Other
هغه تمه لري چې خپل کار ته به لا نور خلک جلب کړي او وايي چې خلک کاریکاتورونه مني.
ایران کې کډوالي
محمد عرفاني په ۱۹۸۴ کال د افغانستان په ختیځ غزني ولایت کې زېږېدلی خو د ماشومتوب او زلمیتوب ډیر عمر یې ایران کې د کډوالۍ په حالت کې تیر کړی دی.
ایران کې به یې د ساتیرۍ لپاره کارتونونه جوړول.
هغه وايي چې منځني ختيځ کې د عربي سیاست پر سر د طنز جوړونکي نامتو فلسطیني هنرمند ناجي سلیم ال-علي چې ۱۹۸۷ کال په لندن کې وژل شوی، له کارونو یې الهام اخیستی.
ښاغلی عرفاني وايي "هغه مهال زه د ناجي ال-علي مینه وال وم او د ژوند پر بې معنا اړخونو او د خلکو تر منځ پر اړیکو به مې کاریکاتورونه جوړول".
۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت د را پرځېدو وروسته ښاغلی عرفاني افغانستان ته ستون شو او د روزګار لپاره یې د کارتونونو جوړولو کار پېل کړ.
که څه هم ورځپاڼو د ۲۰۱۱ کال را وروسته کارتونونه خپرول پېل کړل او کارتون جوړونکي یې وګومارل خو دا کار اسانه نه وو.

د عکس سرچینه، Other

د عکس سرچینه، Other
کله چې ښاغلي عرفاني د خپل یوه ملګري سره د "کارتون" په نوم د یوې مجلې د چاپ کار پېل کړ نو دغې مجلې یواځې یې څلور ټوکه دوام وکړ.
پر مجلې بنديز
د ښاغلي عرفاني په مجله کې د انځورونو له لارې د پیژندل شوېو جهادي مشرانو او پیاوړو جنګسالارانو د پخوانېو جرمونو او فساد له کبله پر دوی نیوکې وشوې.
له دې کار وروسته هغه ته وویل شول چې نور دې دغه مجله نه چاپوي.
ښاغلی عرفاني وايي "موږ بودیجې او مرستې ته په تمه وو خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دې کبله د مجلې پر چاپ بندیز ولګاوه چې د دوی په وېنا په کې جهادي مشرانو ته سپکاوی شوی وو".
په عمومي ډول د ښاغلي عرفاني په انځورونو کې څیرې نه پېژندل کیږي.

د عکس سرچینه، Other
د هغه په یوه کارتون کې افغان رایه ورکونکي د جمهوري ریاست د سترو نوماندانو تر منځ اوتر ښکاري خو په دې انځور کې د ټاکنو د سیالۍ هیڅ یو سیاستوال نه پېژندل کیږي.
ښاغلی عرفاني وايي چې تر اوسه هم د بیان د ازادی په برخه کې ځینې حساسیتونه او محدودیتونه شته خو د هغه موخه دا ده چې د پېژندل شویو څېرو پر ځای مسایل را بر څیره کړي.
هغه وايي "دغه هېواد، د دې هېواد خلک او په دې هېواد کې چې څه تېريږي دا ټول الهام بخښونکي دي".
زبیده طاهري چې د خپلو ملګرو سره دغه نندارتون ته راغلې وه وویل چې دغه کارتونونه پر ورځني ژوند یو تازه نظر څرګندوي.
هغې وویل "زما په کې له ټولو ډیر هغه کارتون خوښ شو چې د سپرلېو لخوا چلیدونکی بې ټېره موټر په کې انځور شوی. دا انځور ښيي چې که اسانتیاوې محدودې هم وي نو خلک کولی شي چې په یو موټیتوب بیا هم پرمختګ وکړي".

د عکس سرچینه، Other

د عکس سرچینه، Other








