زابل کې ترافيکې پېښې اته کسه وژلي دي

د عکس سرچینه،
د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د نن سهار خونړۍ ترافیکې په اړه ځایي چارواکي یوه خوله نه دي.
د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار بي بي سي ته وویل په دغې پیښه کې اته تنه مړه دي او پنځلس نور ټپیان دي.
خو د شهر صفا ولسوال عبد الخالق بیا وايي چې په دې پیښه کې ۱۶ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
هغه وویل پیښه د شهر صفا ولسوالۍ په کیلګي سیمه کې د سپرلیو د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ويل کېږي يو موټر کاسټر او بل یې ۳۰۳ وو.
تر اوسه ورکړای شوي راپورونه وايي وژل شوي ټول نارینه او په ټپیانو کې یوه ښځه شامله ده.
د دغې پېښې په اړه ډېر جزييات نه دي ورکړای شوي او د زابل چارواکي هڅه کوي چې د دغې پېښې اصلي لامل او کره شمېرې پيدا کړي.
د کابل - کندهار پر لويې لارې ډېر کله ترافيکې پېښې کېږي او چارواکي يې لامل د چلوونکو بې احتياطي ښيي.
کونړ
بل خوا، تېره ورځ (دوشنبې/وری ۱۸) د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو برید د کونړ لپاره د 'طالبانو والي' نور قاسم صبري او د هغه څو ملګري وژلي.

د عکس سرچینه،
پېښه د شیګل ولسوالۍ شلطن په چوګام سیمه کې د ډیورنډ پولې ته څېرمه شوی.
چارواکي وايي په دغه پېښه کې شاوخوا اتلس وسله وال وژل شوي، خو وسله وال طالبان یوازې د څلورو کسانو د وژل کېدو پخلی کوي.
چارواکي وايي د والي په ګډون د وسله والو دغه ډله د ټاکنو د ګډوډولو لپاره له پاکستان نه راغلې وه او د بېرته اوښتو پرمهال د ډیورنډ پر پو له په نښه شوې.
چارواکي وایي د وژل شوو مړي پاکستان ته وړل شوي، رپوټونه وایي له والي سره یوشمېر نور مهم طالب قومندانان وژل شوي.








