''د کندهار زندان کې بې ګناه کسان ساتل کېږي''

د خپريدو وخت: 12:39 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

د کندهار په لوی زندان کې پر داسې مهال دغه ستونزې راپورته کېږي چې افغان چارواکي هڅه کوي د بګرام لوی زندان له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته وسپارل شي.

افغان چارواکي وایي چې د کندهار په لوی زندان کې لاهم داسې بندیان ساتل کېږي، چې د بند موده یې لا له وړاندې بشپړه شوې ده.

د کندهار په لوی زندان کې اوسمهال شاوخوا ۲۰۰۰ په بېلابېلو جرمونو تورن کسان ساتل کېږي.

خو ددغه لوی زندان لسګونو بندیانو له کابله راغلي پلاوي ته د خولې کلپونه مات او د ستونزو ترڅنګ یې ددغه ولایت د عدليې او قضايي ارګانونو په اړه شکايتونه وکړل.

زندانیانو راغلي پلاوي ته وویل چې نه یې دوسيې څېړل کېږي او نه هم محکمې ته وړاندې شوې.

خو ځینو بیا ویل چې د بند مودې یې بشپړې شوې، خو بیا هم د ناڅرګندو دلایلو له کبله د تورو تمبو شاته د بند شپې تېروي.

سترې محکمې کندهار ولایت ته يو پلاوى رالېږلى چې ټول هغه بنديان خوشي کړي چې د بند موده يې بشپړه شوې او يا هم په ناقانونه توګه زندانیان دي.

د راغلي پلاوي مشري د سترې محکمې د قطعي او نهايي احکامو پر تطبيق د نظارت عمومي مشر سيد مراد شريفي کوي.

ضمانت

ښاغلي شریفي له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل ''په زندان کې لسګونه داسې کسان ناست دي چې د بند موده يې پوره شوي ، محکمې د براءت حکم ورکړى دى، ضمانت ترې غوښتل کېږي، نغدي جريمه ترې اخیستل کېږي او ځينې نورې ستونزې هم شته''.

نوموړي وويل، ټول هغه زندانيان به ډېر ژر خوشي کړي چې د بند موده یې بشپړه شوې او یاهم ضمانت ترې غوښتل کېږي.

ښاغلي شریفي د کندهار د محبس او د قضايي ارګانونو چارواکي مجرمین وبلل، چې له بندیانو سره یې ناسم چلند کړی.

هغه وويل چې تر هغو به کابل ته ستون نه شي چې دغه موضوع یې په بشپړه توګه هواره کړې نه وي.

د راغلي پلاوي مشري د سترې محکمې د قطعي او نهايي احکامو پر تطبيق د نظارت عمومي مشر سيد مراد شريفي کوي.

د سترې محکمې دغه پلاوی وروسته له هغه کندهار ته سفر کوي چې څو اوونۍ وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو پر سیمه ییزې اداره نیوکې کړې وې چې بې ګناه کسان یې په زندان کې ساتلي.

د کندهار پر لوی زندان په تېرو پنځو کلونو کې د وسله والو له خوا درې ځلې پراخه بریدونه شوي او دوه ځلې دغه محبس مات شوی او سلګونه سیاسي بندیان په تېښته بریالي شوي.

د کندهار په لوی زندان کې پر داسې مهال دغه ستونزې راپورته کېږي چې افغان چارواکي هڅه کوي د بګرام لوی زندان له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته وسپارل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>