
د وژل شویو دواړو ماشومانو عمرونه تر اووه کلنۍ کم وو او په ازوزګان ولایت کې وژل شوي.
ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو په یوه هوايي برید کې د دوو افغان ماشومانو د وژل کېدو له امله بښنه غوښتې. ویل کېږي چې هیليکوپتر کې ناستو پوځیانو پر دوو شپنو ماشومانو د وسله سخت دریځو ګومان کړی و او ډزې یې پرې کړې وي.
د وژل شویو دواړو ماشومانو عمرونه تر اووه کلنۍ کم وو او په اروزګان ولایت کې وژل شوي.
د ایساف قومندان جنرال جوزف ډنفورډ ویلي ځواکونو یې د دې پېښې مسوولیت مني او د نوموړي په وینا دا یوه تراژیدي(غمیزه) وه.
د شنونکو په وینا د ملکي کسانو د وژل کېدو له امله عام افغانان او ولسمشر کرزی ډېر خواشیني دي او له همدې کبله په دا وروستیو کې ولسمشر کرزي خپلو امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې د خلکو د استوګنې په سیمو کې له وسله والو سره د نښتې پر مهال له ناټو ځواکونو څخه د هوايي مرستې غوښتنه و نه کړي.
دغه ګام د فبروري په ۱۳ له هغې پېښې وروسته وشو، چې د ناټو ځواکونو په دغه ډول یوه هوايي برید کې د پنځو ښځو څلورو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي افغانان ووژل شول.
کابل کې د بي بي سي خبریال کوینټین سمروایل وايي ولسمشر کرزي څو ځلې غوښتنه کړې، چې باید ناټو ځواکونه په هوايي بریدونو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي او د دغه ډول پېښو رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړی.
"د اروزګان د والي امیر محمد اخندزاده له قوله ویل شوي، چې د اسټرالیايي پوځیانو له لوري پر دوو ماشومانو برید یوه تېروتنه وه، چې قصداً نه دی شوی."
د اې ایف پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، اروزګان کې بهرنیو ځواکونو هغه مهال پر شپنو ماشومانو ډزې وکړې، چې په همدې سیمه کې وسله والو طالبانو پر یادو پوځیانو برید وکړ.
په یاد رپوټ کې د اروزګان د والي امیر محمد اخندزاده له قوله ویل شوي، چې دبهرنیو پوځیانو له لوري پر دوو ماشومانو برید یوه تېروتنه وه، چې قصداً نه دی شوی.
اروزګان کې دېره بهرنیو ځواکونو له دې مخکې ویلي و، چې یوه عملیاتي پېښه شوې، خو دوی په دې باره کې زیات تفصیل نه و ورکړی. له پېښې وروسته افغان، ناټو ګډ تحقیقاتي پلاوي له ځايي مشرانو سره لیدلي.












