ناټو د "سلګونه افغان ماشومانو" د وژنې راپور ناسم بللی

د خپريدو وخت: 04:51 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په "غوڅ ډول" د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی دی.

ناټو د ملګرو ملتونو هغه راپور بې بنسټه بللی دی، چې وايي په تېرو څلورو کلونو کې د امریکايي پوځ په مشرۍ په بمباریو کې "سلګونه افغان ماشومان" وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ماشومانونو د حقونو د دفاع جرګه ګۍ ویلي "هغو راپورونو اندېښمنه کړې ده، چې افغانستان کې د امریکايي پوځي په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د سلګونه افغان ماشومانو د وژنې خبر په کې ورکړل شوی دی."

دغه جرګه ګۍ دا هم وايي، دا شمېره د تېرو ۲۰۱۱ او ۲۰۱۰ کلونو په پرتله په ۲۰۱۲ کې دوه برابره شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، چې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ماشومانو وژل کېدل رښتیا هم د ژورې اندېښنې وړ خبره ده.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور پربنسټ، چې په تېر اپریل کې خپور شو، ویل شوي، په ۲۰۱۱ کال د افغان او ناټو-ایساف ځواکونو په بریدونو او بمباریو کې ۱۱۰ افغان ماشومان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې تر ټولو ډېر د امریکا متحدو ایالتونو ځواکونه هوايي بریدونه کوي، چې ځکه چې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې دغه پوځ نژدې درې برخې پوځيان لري.

همداشان، ډېری جنګي الوتکې، هوايي رادار د امریکايي ځواکونو په لاس کې دی.

راپور وايي، چې د افغان ځواکونو په لاس کې د هوايي ځواک ډېر لږ امکانات شته او جنګي الوتکې خو د ګوتو په شمار لري.

د ملګرو ملتونو دغه جرګه ګۍ دا هم وايي، چې ولسي افغانانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو اصلي لامل "د ناسمو استخباراتي راپورونو" له کبله اوړي.

خو په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په "غوڅ ډول" د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی دی.

دوی دغه راپور له سره بې بنسټه بللی دی.

د ناټو د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې نژدې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.

امریکايي ځواکونه وايي، د طالبانو جنګیالي په هېواد کې د نژدې ۸۴ سلنې وژنو مسؤول دي.

"امریکا باید د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د ملاتړ له ادارې سره په افغانستان کې د ماشومانو د وژل کېدو د مخنیوي په اړه سلامشورې وکړي او د دغه سازمان سپارښتنې ومني"

جوبیکر

دوی دا هم وايي، د وړم کال پرتله د تېر ۲۰۱۲ کال پرمهال، د ناټو په بریدونو کې د ولسي افغانانو د وژل کېدو شمېر ۴۹ سلنه راټيټ شوی دی.

دوی وايي چې په همدې مهال له تېرو دوو کلونو راهیسې په بریدونو کې د افغان ماشومانو د وژل کېدو سلنه ۴۰ راټيټه شوې ده.

خو د ملګرو ملتونو جرګه ګۍ بیا د ماشومانو د وژلو په چاره کې واشنګټن په بې غورۍ تورنوي.

د بشري حقونو د څار سازمان مسؤوله جوبیکر وايي "که هرڅه وي، د امریکا متحد ایالتونه دنده لري، چې په افغانستان کې د ولسي وګړو، په تېره بیا د ماشومانو د وژل کېدو مخه ونیسي."

دا زیاتوي: "امریکا باید د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د ملاتړ له ادارې سره په افغانستان کې د ماشومانو د وژل کېدو د مخنیوي په اړه سلامشورې وکړي او د دغه سازمان سپارښتنې ومني."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>