
نهه دېرش کلن رابرټ بېلز د تېر ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان سوېلي ولایت کندهار په یوه لیرې سیمه کې د خپل پوځي ماموریت پرمهال د شپاړسو ولسي وګړو په وژلو تورن دی.
د رابرټ بیلز مدافع وکیلانو د محکمې له اورېدو وړاندې ویلي، چې ښايي هغه به دغه وژنې په مغزو د هغو زخمونو له امله کړې وي، چې د عراق په سفر کې ورته رسېدلي وو.
د پوځي قضا کارپوهان وايي، که چېرې دغه زخمونه د وژنو یو لامل ثابت شي، نو دا به څارنوالانو ته د ښاغلي بلیز لپاره د مرګ د سزا غوښتنه لا ګرانه کړي.
د جمعې په ورځ (جنوري ۱۸)، د رابرټ بېلز د قضیې ارزوونکي قاضي وویل، چې د هغه رواني ازموینه باید وشي.
دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې د تورن وکیلانو وویل، چې موکل یې د ۱۶ ولسي وګړو د وژلو پر مهال رواني ستونزه لرله.
د رابرټ بېلز وکیل ويلي، هڅه کوي، چې د دفاع دوسیه د خپل موکل د رواني ناروغۍ پربنسټ چمتو کړي، خو قاضي جفري نانس ویلي، چې د رابرټ بېلز د رواني ازموینې لپاره د ډاکټرانو یوه ډله باید وګمارله شي.
د تېر کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې، د رابرټ بېلز د قضیې څېړونکې محکمې د هغه لپاره د اعدام حکم غوښتی و، او په تېر دسمبر کې بیا، د لومړۍ محکمې پرمهال دغه پرېکړه تایید شوه، خو د تورن دوسیه پوځي محکمې ته وسپارل شوه.
د ولسي وګړو وژل

په شپاړسو وژل شویو ولسي وګړو کې نهه ماشومان وو.
نهه دېرش کلن رابرټ بېلز د تېر ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان سوېلي ولایت کندهار په یوه لیرې سیمه کې د خپل پوځي ماموریت پرمهال د شپاړسو ولسي وګړو په وژلو تورن دی.
ظاهراً داسې ښکاري، چې دغه تورن دې دا وژنه د افغان حکومت د مخالفو وسله والو له لوري د هغه د ملګرو د وژل کېدو په غچ اخیستو کې کړي دي.
د رابرټ بېلز په لاس زیاتره وژل شوي ښځې او ماشومان دي، چې هغه د شپې مهال په ډزو وژلي وو.
د رابرټ بېلز په لاس د شپاړسو ولسي وګړو دا وژنه تر ټولو ډېره ناوړه پېښه وه.
د امریکا پوځ ویلي وو، چې ددغو ولسي وګړو په وژنه کې یوازې رابرټ بېلز مجرم دی دي.












