
که نوموړی په دې جرم تورن وخېژي، نو ښايي د مرګ له سزا سره مخامخ شي.
هغه امریکايي عسکر چې کندهار کې د ۱۶ ولسي کسانو په وژنه تورن دی، د لومړي ځل لپاره سبا محکمې ته درول کیږي. محکمه به په دې اړه پرېکړه کوي، چې دی باید له یوې بشپړې پوځي محکمې سره مخامخ شي او که نه.
بریدمن روبرټ بیلز په پنجوایې ولسوالۍ کې له خپل پوځي مرکزه وتلی واو په یوه کلي کې یې ۱۶ تنه ملکي کسان وژلي وو، چې نهه تنه یې ماشومان وو.
همدا راز ادعا کیږي، چې نوموړي د یو شمېر وېشتل شویو کسانو جسدونو ته اور ورته کړی و.
په پام کې ده، چې د پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړي په کندهار کې د امریکایانو له پوځي اډې څخه د ویډیو له لارې د پېښې په اړه شاهدي ورکړي.
"د کندهار دې پېښې په ولسي افغانانو سربېره د افغان چارواکو جدي غبرګون هم له ځان سره درلود."
داسې فکر کیږي چې دغه وژنه افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو یو مرګونی جنایت دی.
د کندهار دې پېښې په ولسي افغانانو سربېره د افغان چارواکو جدي غبرګون هم له ځان سره درلود.
دې پېښې د کابل او واشنګټن تر منځ نازک اړیکي لا ترینګلي کړل.
برید من بیلز له پېښې وروسته امریکا ته واستول شو او اوس د کنساس ایالت په زندان کې ساتل کیږي.که نوموړی په دې جرم تورن وخېژي، نو ښايي د مرګ له سزا سره مخامخ شي.












