
چاودنه دومره زوروره وه، چې هېڅوک پکې ژوندی نه دی پاتې شوی.
افغان چارواکي وايي، د سړک غاړې ماین چاودنه کې د سوېلي هلمند ولایت د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
پېښه بېګا شپه د دغه ولایت په سوېلي برخه کې رامنځ ته شوې ده. ویل کېږي، چې یو سړي له خپلې مېرمنې او دوو لڼو سره، چې عمرونه یې اته او نهه کاله وو، په موټر کې سفر کاوه، چې چاودنه پرې وشوه.
ځینې راپورونه وايي، چې په دغه موټر کې ښايي یو پنځم تن هم وژل شوی وي. چارواکي وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې هېڅوک پکې ژوندی نه دی پاتې شوی.
د سړک غاړې بمونو او ماینونو چاودنې د افغانستان په ډېرو برخو کې کېږي، چې ډېر وختونه یې قربانیان ولسي وګړي وي. تېر دسمبر کې د افغانستان په لوېديځ فراه ولایت کې پر یوه سړک د خښ شوي ماین چاودنې له کبله لږترلږه ۱۷ کسان ووژل شول.
وژل شوي د واده د ورا کسان وو، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو.
د ورا دغه کسان په یوه مسافر وړونکي ګاډي کې سپاره وو، او د زوم او ناوې د ګاډي تر شا روان وو. ملګرو ملتونو مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې زرګونه ولسي افغانان د روان کال په موده کې وژل شوي دي.












