
یو ماشوم، یوه ښځه او یو سپین ږیری هم ټپیان شوي.
په غزني ښار کې چاودنې لږترلږه دوه کسان وژلي او تر لسو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د غزني د ملکي روغتون ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته وویل، چې د چاودنې له ځایه دوی ته دوه مړي او ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.
چاودنه د شنبې په ورځ (جنوري ۲۶) غرمه دوولس نیمې بجې د غزني ښار په ''قلعه سبز'' سیمه کې، داسې مهال وشوه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.
ښاغلی همت وايي، چې د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دی وايي چې په ټپیانو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او دوه ترافیک دي.
د غزني امنیتي چارواکي وايي، په چاودنه کې یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي او پنځه کسان ټپیان دي.
کلاه سبز جاده د غزني ښار په شمال کې د ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی.
دا په غزني ښار کې پر بایسکل د تړل شویو چاودېدونکو توکیو له کبله درېیمه چاودنه.
نژدې یوه نیمه میاشت وړاندې، د غزني امنیه قومندانۍ او باختر بانک ودانیو مخې ته پر بایسکل ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودل، چې ځینې ولسي خلک یې ټپیان کړل.
د ویلو ده، چې تېرکال په غزني ښار کې پر موټر سایکلونو بندیز ولګول شو.












