د غزني محبس دوه بندیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:23 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

د غزني محبس کې جنايي او سیاسي بندیان ساتل کېږي.

د غزني ولایت په محبس کې د تېرې دوشنبې په ورځ (جنوري ۱۴) ماسپښین درې بجې د یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د غزني د څارنوالۍ رییس عبدالرشید عابد وايي، دغه بندیان وروسته تر هغه ژوبل شول، چې د دوی د یوه پایواز له لوري یو ترموز محبس ته وړل کېده، چې د پولیسو له لوري ترې اخیستل شوی دی.

نوموړی وايي، د ترموز په کوزنۍ برخه کې یو ډول سپین ناپېژندل شوي مواد موندل شوي، چې بیا وروسته ملي امنیت ته لېږدول شوي او هغوی له پلټنو وروسته پولیسو ته له محبسه د دا ډول ترموزونو د راغونډولو امر کړی.

ښاغلي عابد وايي، د ورته ترموزونو راټولولو په لړ کې د بندیانو په منځ کې جګړه پیلېږي، او هرڅه چې په مخه ورځي، پر یو بل یې ګوزار کوي.

تېر ماښام ۱۱ ژول شوي بندیان روغتون ته وړل شوي چې یو په کې مړ شوی دی.

هڅه مو وکړه، چې روغتون کې له ټپي شوو بندیانو سره وغږېږو، خو امنیتي کسانو ورپرې نه ښودو.

ښاغلي عابد وویل، ځینو بندیانو پخپل منځ کې نښته کې او پر یو شمېر نورو بیا امنیتي کسانو ډزې کړې دي.

په ژوبلو کسانو کې د څلورو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی، چې د ښاغلي عابد په وینا، یو شدید ټپي شوی بندي کابل ته د درملنې په موخه د لېږدول کېدا پرمهال پر لاره مړ شوی دی.

د غزني زندان د دغه ښار په نژدې پنځه کیلومترۍ کې جنوب لوري ته موقعیت لري.

په دغه زندان کې شاوخوا څلور سوه بندیان ساتل کېږي، چې زیاتره یې سیاسي او جنايي دي.

د غزني محبس په هره خونه کې نژدې ۲۰ بندیان ساتل کېږي، چې د ودانۍ د کوچنیوالي له کبله بندیان تل شکایت کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>