د غزنی په اندړو ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو عملیات تر سره کړي چې له امله یې یوه مېرمن، درې تنه ماشومان وژل شوي او د کورنۍ دوه غړي یې له ځان سره بېولي دي.
دولتي چارواکي پېښه مني خو د نورو جزییاتو په اړه یې څه نه وايي.
بل پلو هغه څلور تنه د ملي اردو سرتیري چې د کنړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له خوا نیول شوي وو، نن یې مړي موندل شوي دي.
ویل شوي دغه عسکر په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان وو چې په لار کې د وسله والو مخالفینو له خوا له موټره ښکته کړای شول.












