
ملګري ملتونه وايي د ناټو د ۲۰۱۱ کال په بریدونو کې ۱۱۰ افغان ماشومان وژل شوي.
افغان حکومت د ملګرو ملتونو هغه راپور تایید کړی، چې وايي د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې سلګونه افغان ماشومان وژل شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د ماشومانونو د حقونو د دفاع جرګه ګۍ ویلي "هغو راپورونو اندېښمنه کړې ده، چې افغانستان کې د امریکا په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د سلګونه افغان ماشومانو د وژنې خبر په کې ورکړل شوی دی."
دغه جرګه ګۍ دا هم وايي، دا شمېره د تېرو ۲۰۱۱ او ۲۰۱۰ کلونو په پرتله په ۲۰۱۲ کې دوه برابره شوې ده.
خو ناټو د ملګرو ملتونو دغه راپور بې بنسټه بللی دی دی.
په تازه غبرګون کې د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د ملګرو ملتونو د راپور د تایید ترڅنګ ویلي، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې "سلګونه افغان ماشومان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي."
نوموړي دا هم ویلي، چې په تېرو څو کلونو کې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د ایساف له لوري د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ترینګلتیا ډېره شوې وه.
تریخ حقیقت
ایمل فیضي وايي "دا یو تریخ حقیقت دی، چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د افغانستان ښځې، سپین روبي او ماشومان قرباني شوي دي. ولسمشر څو ځلې ټینګار کړی، چې ترهګري د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه شته، بلکې تروریزم دغه هېواد ته له بهره راوړل شوی دی."
د ولسمشرۍ دغه ویاند دا هم ویلي "د ترهګرۍ ضد متحدین چې سیمه د ترهګرو له منګولو خلاصول غواړي، باید پوی شي، چې د سخت دریځو او ترهګرو مرکزونه او د مالي ملاتړ سرچینې په افغانستان کې نشته شته."
په تېرو څو کلونو کې افغان ولسمشر څو – څو ځلې له بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته د پام کولو غوښتنه کړې ده.
د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د کابل او واشنګټن د چارواکو ترمنځ خبره د اړیکو تر ترینګلتیا پورې هم رسېدلې ده.
ملګري ملتونه وايي، چې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ماشومانو وژل کېدل رښتیا هم د ژورې اندېښنې وړ خبره ده.
۱۱۰ ماشومان
د ملګرو ملتونو د دغه راپور پربنسټ، چې په تېر اپریل کې خپور شو، ویل شوي، په ۲۰۱۱ کال د افغان او ناټو-ایساف ځواکونو په بریدونو او بمباریو کې ۱۱۰ افغان ماشومان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
"که هرڅه وي، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د ولسي وګړو، په تېره بیا د ماشومانو د وژل کېدو د مخنیوي دنده لري."
جوبیکر
په افغانستان کې تر ټولو ډېر د امریکا متحدو ایالتونو ځواکونه هوايي بریدونه کوي، چې ځکه چې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې دغه پوځ نژدې درې برخې پوځيان لري.
د ناټو د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې نژدې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.
ناټو ځواکونه دا هم وايي، د وړم کال پرتله د تېر ۲۰۱۲ کال پرمهال، د ناټو په بریدونو کې د ولسي افغانانو د وژل کېدو کچه ۴۹ سلنه راټيټه شوې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان مسؤوله جوبیکر وايي "که هرڅه وي، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د ولسي وګړو، په تېره بیا د ماشومانو د وژل کېدو د مخنیوي دنده لري."
دا زیاتوي: "امریکا باید د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د ملاتړ له ادارې سره په افغانستان کې د ماشومانو د وژل کېدو د مخنیوي په اړه سلامشورې وکړي او د دغه سازمان سپارښتنې ومني."












