
د ديني پوهانو او عالمانو د غونډې وړانديز اسلام اباد ته د افغانستان سولې شورا پلاوي د سفر پر مهال کوربه هېواد کړی و
د افغانستان سولې شورا ويلي د افغانستان او پاکستان د ديني پوهانو غونډه د يو شمېر ناڅرگندو لاملونو له مخې ځنډېدلې ده.
د دغې غونډې وړانديز پاکستان درې مياشتې مخکې کړى و، او اجنډا کې يې په پام کې نيول شوې وه، چې د دواړو هېوادونو ديني پوهان به د افغانستان جگړه او ځانمرگي بريدونه د اسلامي حکومونو په رڼا کې څېړي.
دواړو خواوو پر دې هم هوکړه کړې وه، چې له دغې غونډې وروسته به د همدې موضوع د څېړلو په موخه د ديني پوهانو نړيواله غونډه جوړوي، چې هغه هم تر اوسه نه ده شوې.
د افغانستان سولې عالي شورا وايي د دواړو هېوادونو د ديني پوهانو او عالمانو د غونډې وړانديز اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او د دغه هېواد د سولې شورا پلاوي د سفر پر مهال کوربه هېواد کړی و.
د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار وايي هوکړه داسې شوې وه چې په دغه غونډه کې به د دواړو هېوادونو ديني پوهان د افغانستان روانه جگړه او ځانمرگي بريدونه د اسلام د حکمونو په رڼا کې څېړي چې په وينا يې د دواړو هېوادونو د ولسونو د ذهني روڼتيا او سولې ټينگېدو لامل وگرځي، خو د غونډې ځاى نه و په گوته شوى.
ياده شوې شورا په دې اړه اندېښنه ښيي چې د دريو مياشتو په تېريدو بيا هم پاکستان د دغه هوکړې عملي کولو ته نه دی چمتو شوی.
ښاغلي قاسميار وويل ښايي د دغې غونډې د ځنډ لامل "د پاکستان يو شمېر ستونزې او يا هم د وسلوالو طالبانو اعلاميه" وي، چې له ديني پوهانو يې په کې د نه گډون غوښتنه کړې وه.
ښاغلي قاسميار وويل که دا غونډه جوړه شي، ډېره شونې ده چې د دواړو هېوادونو پر امنيت گټور اغېز وکړي.
د سولې عالي شورا وايي د افغانستان او پاکستان د ديني پوهانو غونډه په همدې اړه د نړيوالې غونډې درشل بلل شوی و.
په پام کې وه چې په نړيواله غونډه کې د افغانستان، پاکستان، ايران، تاجکستان، سعودي، هند او يو شمېر نورو هېوادونو ديني عالمانو برخه اخيستې وی.
خو تر ټاکلې نېټې شاوخوا درې مياشتې وروسته هم پاکستان نه دی توانېدلی چې خپله ژمنه پوره کړي.













