
موسی زی وايي له پاکستانه باید طالب بندیان د افغان حکومت په همغږۍ خوشي شي.
افغان دولت وايي باور لري د طالبانو په فعالې مشرتابه کې چې په پاکستان کې مېشت دي داسې مخورې او با نفوذه څېرې شته چې د سولې د یوه سیاسي بهیر پلویان دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي له همدې کبله د پاکستان ملاتړ کوونکی رول ډېر کلیدي او اساسي دی:
''د طالبانو په مشرتابه کې داسې کسان شته چې په افغانستان کې د سولې د یوه سیاسي بهیر پلوي کوي. او په افغانستان کې د تاوتریخوالي په تېره بیا د ملکي خلکو په وړاندې د تاوتریخوالي له دوامه ستړي شوي، دوی په هېواد کې د سولې د ټینګېدو ملاتړ کوي.
موږ تمه لرو چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت په مرسته له دغو طالبانو سره چې د سولې د رسمي خبرو پلوي کوي خبرې پیل کړو''.
برخلیک
ښاغلی موسی زی وايي د طالبانو هغه مشران چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتونکي وي د خپلو مخکنیو همکارانو له برخلیک سره به نه مخامخ کیږي.
دوی به زندان ته نه لویږي، له ګواښونو سره به نه مخ کیږي او نه به وژل کیږي.
د ښاغلی موسی زي په وینا افغان حکومت تمه لري چې د پاکستان له زندانونو د طالب بندیانو خوشې کېدل له دوی سره په نژدې همغږۍ کې ترسره شي:
''تر څو موږ په دې پوه شو چې دا بندیان تر خوشې کېدو وروسته چېرې ځي، له چا سره په تماس کې دي او څنګه کولای شي چې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او همکاري ورسره وکړي.
"د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي په دې اوونۍ کې به د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې امنیتي موافقې د خبرو درېیم پړاو په کابل کې پیل شي."
افغان حکومت هېڅکله نه غواړي، هغه بندیان چې د پاکستان له زندانونو خلاصیږي بیا یوه لار پیدا کړي، چې بېرته افغانستان ته راشي او دلته د افغانستان د خلکو او دولت په وړاندې وسله وال فعالیتونه پیل کړي''.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي په دې اوونۍ کې به د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې امنیتي موافقې د خبرو درېیم پړاو په کابل کې پیل شي.
خو د خبرو د جزییاتو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.













