خوشې شوي طالبان د سولې په بهير کې کارنده ونډه اخيستى شي

افغانستان د نورو طالب بنديانو د پرېښود هرکلى کړى، خو د دوى شمېرې له هغه څه سره چې اسلام آباد اعلان کړي دي توپير لري.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د پاکستان دحکومت له لوري خوشي شوې طالب زندانیان کولای، د سولې په بهیر کې د منځګړو رول ادا کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، پاکستان د طالبانو د غورځنګ د مهال د دوو وزیرانو په ګډون اته تنه لوړ پوړي کسان خوشي کړي خو د سولې شورا وايي، د دوی د مالوماتو له مخې اته زندانیان ازاد شوي دي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر، معصوم ستانکزي له بي بي سي سره په خبرو کې د دغه کسانو د خوشي کېدو هرکلی وکړ او وايي، چې دغه طالبان کولای شي د سولې په بهیر کې د تاوترخوالي د کمولو لپاره منځګړتوب هم وکړي.
ښاغلی ستانکزی وايي، خوشي شوي طالب زندانیان کولای شي، د سولې پر پروسې مثبت اغېز ولري خو وايي، دغه اغېز ژر نه شي احساس کېدای.
د ښاغلي ستانکزي په وینا دغه خوشې شوي کسان په هر هېواد کې له خپلو کورنیو سره اوسېدای شي خو وايي غوره به دا وي، چې دوی په افغانستان کې ژوند وکړي.
نوموړی وايي، که دوی په افغانستان کې اوسېدل غواړي، نو افغان حکومت د خوندیتوب ضمانت هم ورکولا شي.

ښاغلی ستانکزی وايي، خوشي شوي طالب زندانیان کولای شي، د سولې پر پروسې مثبت اغېز ولري خو وايي، دغه اغېز ژر نه شي احساس کېدای.
له دې مخکې د پاکستان حکومت د را پوټونو له مخې نژدې ۱۸ تنه طالب زندانیان خوشې کړي وو خو لا هم مالومه نه ده، چې دغه کسان چېرته اوسېږي.
خو معصوم ستانکزي چې نه یې غوښتل په دې اړه ډیر جزییات په ډاګه کړي، یوازې دومره یې وویل چې له پاکستان لوري سره په خبرو بوخت دي او پایلې به یې وروسته په ډاګه کړي.
که څه په خوشي شوو طالب زندانیانو کې ملا عبدالغني برادر نه شته خو ښاغلی ستانکزی وايي، هیله لري چې پاکستان به دغه طالب مشر هم خوشی کړي.












